د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جایسوال وايي، له افغانانو سره د دغه هېواد بشردوستانه مرستې دوام لري او د اړینو درملو او روغتیايي تجهیزاتو نوې جوپه کابل ته رسېدلې ده. جایسوال ویلي، دغه درمل او روغتیايي تجهیزات په کابل کې یوه دولتي روغتون ته سپارل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، درمل او روغتیايي تجهیزات له افغانستان سره د هند د بشردوستانه مرستو مهمه برخه جوړوي. دا مرستې په داسې مهال رسېږي چې په افغانستان کې درملو او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا زیاته شوې ده.































