د يمن د حوثیانو ویاند یحیی سریع د اکتوبر په ۲۹مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې ځواکونو یې د سعودي عربستان د تېلو او ملکي هوايي تاسیساتو او پوځي ځايونو توغنديز او د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
سریع ویلي، دغه بريدونه يې د سعودي عربستان د هغو وروستیو بریدونو په ځواب کې کړي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه.
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په همدې ورځ ویلي، چې دوی د حوثیانو لخوا توغول شوي درې بالستیک توغندي، چې دوه يې د رياض او بل يې د ختیځ پر لوري توغولي وو، په هوا کې شنډ کړي دي.































