د یمن حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان د راس تنوره د تېلو چاڼځای، چې د دغه هېواد له سترو چاڼځایونو څخه دی، او په ریاض کې د دفاع وزارت ودانۍ یې په نښه کړې دي. دا ادعا وروسته له هغې شوې چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د ښار په ځینو برخو کې لړزې احساس شوې دي. د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي، ځواکونو یې په ریاض کې د سعودي عربستان د دفاع وزارت پر ودانۍ بالستیک توغندی توغولی او ادعا یې کړې چې توغندی پر هدف لګېدلی دی. تر اوسه سعودي چارواکو د حوثیانو د دغو وروستیو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.































