د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد د صادراتو ارزښت ۵۹۸.۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، خو د وارداتو ارزښت بیا ۶ میلیارده او ۶۵۶.۶ میلیونه ډالره و. د یادې ادارې په وینا، د ۱۴۰۴ کال د همدې مودې صادرات ۷۲۴.۲ میلیونه ډالره وو، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال په پرتله ۱۲۵.۷ میلیونه ډالره کمښت ښيي. همدارنګه، د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وارداتو ارزښت ۶ میلیارده او ۵۴۰.۳ میلیونه ډالره و، چې د روان کال د همدې مودې په پرتله ۱۱۶.۳ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي.































