عامې روغتیا وزارت وايي، د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د یوه عمومي روغتون د جوړولو طرحه منظوره شوې ده. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د سانچارک ولسوالۍ له قومي مشرانو سره په لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د وضعیت او دغو خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د ستونزو په اړه خبرې کړې دي. د سانچارک قومي مشرانو د دغه روغتون د جوړولو له پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې په تېرو دوو لسیزو کې د دې ولسوالۍ روغتیايي برخې ته کافي پاملرنه نه ده شوې. بلخوا، د عامې روغتیا وزیر ویلي، چې دغه وزارت هڅه کوي د هېواد په ټولو ولسوالیو کې عمومي روغتونونه جوړ کړي او معیاري روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی پراخ کړي.































