د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو دايمي غړي او مرستيال صدراعظم دينګ شوی شيانګ د سپتمبر د ۱۶مې نېټې په سهار د دغه هېواد د ګوانګشي جونګ قوم کورواکې سيمې په چينګجو ښار کې د پينګلو کانال د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړ.
مرستيال صدراعظم دينګ شوی شيانګ له پينګلو کانال څخه نژدې ليدنه وکړه او ويلي يې دي، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغه کال اباديزو چارو ته په درنه سترګه ګوري، څو ځله يې کاري لارښوونې کړې او د دغې پروژې د لوړ کيفيت، روڼتیا او د چاپېريال دوستۍ غوښتنې يې کړې دي.
هغه ويلي، تر ۴ کلنۍ هڅې وروسته دغه پروژه بالاخره بشپړه او پينګلو کانال اوس پرانيستل کېږي.
پينګلو کانال د چين د ګوانګشي کورکواکې سيمې ناننينګ ښار او شمالي خليج سره نښلوي، سمندري سيمې ته د ګوانګ شي پرمختګ، ورخلاصون او د چين او اسيان ترمنځ متقابل وصل او د کمربند او لارې باکيفيته ابادۍ ته خوځنده ځواک برابرولی شي.































