د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د قطر د ملي امنیت شورا له مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي او مل پلاوي سره کتلي دي. د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان او قطر د اړیکو پر پراختیا، د لا ښه تعامل او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر رغنده رول خبرې شوې دي. د سرچینې په خبره په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر لا پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی.































