د اسیا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک د يوولسمې شورا کلنۍ غونډه د سپتمبر په ۲۸مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پرانيستل شوه. دا دغه بانک د دويمې لسیزې پرمختیايی جريان له پيل وروسته د دې شورا لومړنۍ کلنۍ غونډه ده.
د دې بانک مشرې جو جيا يي د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ويلي چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې به د دی بانک له خوا د منظور شويو پورونو کلنۍ اندازه شل ميلیارډو امريکايي ډالرو ته لوړه شي او عمده تمرکز به یې له اقليمي بدلون سره د مقابلې وړتیا، د تجدید وړ انرژۍ، د طبیعي زیرمو د ساتنې او د خلکو د ژوند د ښه والي په ګډون بنسټيزو تاسيساتو کې وکارول شي.
د قطر د ماليې وزير او د دې بانک د روانې شورا رئيس علي بن احمد الکواري ويلي چې هېواد یې د دې بانک د بنسټ ايښودونکي په توګه د څو اړخیزو همکاريو د پرمخبېولو لپاره ډېرې هڅې کړې او د دواملرونکو بنسټيزو تاسيساتو د پرمختګ او د نړيوال تګ راتګ او اتصال د پرمخبېولو په برخو کې د دې بانک هڅې يې ستايلې دي.































