د نيپال پوليسو د سپتمبر په ۲۸مه نېټه کې ويلي، چې د دغه هېواد په شمال کې د مانانګ ولسوالۍ اړوند هيملونګ هيمال سيمه کې تېره ورځ د واورو د ښويېدو له امله لږ تر لږه ۴ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د مالوماتو له مخې، چې د لټون او ژغورنې ډلو د روانې مياشتې له ۲۷مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې ۴ جسدونه موندل شوي دي. مخکې له ۱۰ څخه زياتو کسانو د ورکېدو راپور ورکړل شوی و او ښايي د مړو شويو شمېر به لا زيات شي.































