د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وايي، د افسوټر ټرانسپورټي او نړیوال بارچلونې امارتي شرکت اوونیزه اداري غونډه د دغه شرکت د اجرائیوي رئیس ډاکټر نظرمحمد عرفان په مشرۍ ترسره شوه. په غونډه کې د شرکت آمرینو او د هرات او حیرتان استازولیو رئیسانو هم د انلاین اړیکې له لارې ګډون کړی و. د غونډې پر مهال ډاکټر نظرمحمد عرفان د هېوادوالو د باور ساتلو او د خدمتونو د کیفیت ښهوالي لپاره په چارو کې پر ژمنتیا، اخلاص او مسوولیتپېژندنې ټینګار وکړ. همداراز، د اجنډا پر موضوعاتو بحث وشو او د اړوندو چارو د ښهوالي لپاره لازم تصمیمونه ونیول شول.































