د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په بامیانو ولایت کې ۴۰ ښځې د څرمنې د بکسونو جوړولو او ګلدوزۍ مهارتونه زده کوي، څو خپل اقتصادي وضعیت ښه کړي. دې ادارې نن د پنجشنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې دغه پروګرام د اروپايي ټولنې په ملاتړ پلې کېږي او ګډونوالو ښځو ته د کار او عاید ترلاسه کولو زمینه برابروي. د یادې ادارې په وینا، په دې پروګرام کې هېواد ته راستنې شوې ښځې هم شاملې دي. دوی هیله لري چې د زدهکړو شویو مهارتونو په مرسته خپل شخصي کاروبارونه پیل کړي او د خپلو کورنیو په اقتصادي ملاتړ کې ونډه واخلي.































