د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان د فرهنګي مرکز مسوول عبدالمنان ثاقب د فردوسي پوهنتون له رییس ډاکټر جعفري او یو شمېر نورو چارواکو سره د افغان محصلینو د تحصیلي ستونزو د حل او د علمي او فرهنګي همکاریو د پراختیا په موخه لیدلي دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې لیدنې په پایله کې فردوسي پوهنتون افغان محصلینو ته د تحصیلي فیس ۵۰ سلنه تخفیف منلی او د نورو افغان محصلینو لپاره د تحصیلي بورسونو د برابرولو په اړه هم خبرې شوې دي. په لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د علمي او فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او هوکړه یې کړې چې په نږدې راتلونکي کې به یوه ګډه فرهنګي غونډه جوړه کړي. د یادې غونډې په اړه ویل شوي، چې افغان فرهنګي شخصیتونه، لیکوالان او شاعران به هم پکې ګډون وکړي.































