یو شمېر روسي پانګوالو په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ د برخو د پراختیا لپاره د پانګونې لېوالتیا ښودلې او په دې برخه کې یې د مسلکي زدهکړو او کادرونو د روزنې پلانونه هم شریک کړي دي. دغو سوداګرو د ا.ا له ویاند ذبیحالله مجاهد سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې غواړي په کندهار کې د کرنیزو زدهکړو یو روزنیز مرکز جوړ کړي او د خپل پلان په لومړي پړاو کې لس افغان ځوانان د مالدارۍ، حیواني درملنې او کرنیزو ماشینونو د کارونې په برخو کې د یو کلنیو مسلکي زدهکړو لپاره روسیې ته واستوي. د دوی په وینا، له دې روزنیز بهیر وروسته به په افغانستان کې هم د مسلکي کادرونو د روزنې لپاره یو ځانګړی مرکز جوړ کړي. بلخوا، ذبیحالله مجاهد ویلي، د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه اقتصادي فعالیتونه پر کرنه ولاړ دي، خو په دې برخه کې لا هم ډېری چارې په دودیزو طریقو ترسره کېږي. نوموړي له روسي سوداګرو غوښتي، چې د کرنې او مالدارۍ د عصري کولو لپاره د هېواد بېلابېلو زونونو ته مسلکي کسان او پرمختللي ماشینونه راوړي او د افغان کادرونو د روزنې په برخه کې همکاري وکړي.































