د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست مرستیال ملا تاجمیر جواد ویلي، اسلامي امت د شرعي نظام د رهبرۍ له لاسه ورکولو سره خپل ډېر معنوي ځواک له لاسه ورکړی او پردیو افکارو پرې اغېز کړی دی.
نوموړي ټینګار کړی، د دغه وضعیت دوام به د نورو اسلامي ارزښتونو د له منځه تلو لامل شي او اړتیا ده چې د اسلامي فکر، ارزښتونو او د نظام د ثبات لپاره هڅې وشي.
ملا تاجمیر جواد زیاته کړې، شرعي امارت او امامت یو الهي امر او شرعي وجیبه ده او په پلي کېدو کې یې د اسلام او هېواد پرمختګ نغښتی دی.































