د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال شهابالدین ثاقب ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د «اصل ګروپ» شرکتونو د ډلې له مشر او د استانبول د حلالو نړیوال نندارتون او کلني کنفرانس له مسوول یونس اته سره لیدلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ګډو سوداګریزو نندارتونونو د جوړولو، د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د دغو هېوادونو د تولیداتو او محصولاتو د ورپېژندلو په اړه خبرې شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي، یونس اته له افغانستان سره د همکاریو پراختیا ته چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې افغانستان ته د سفر او د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګډ سوداګریز نندارتون په جوړولو کې همکارۍ ته چمتو دی. د دغه وړاندیز موخه د ترکیې او نړۍ نورو بازارونو ته د افغاني محصولاتو او تولیداتو ورپېژندل او د دواړو هېوادونو سوداګرو او تولیدوونکو ته د لا ډېرو فرصتونو برابرول بلل شوي دي. دواړو لورو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د نږدې همکاریو او د ګډو نندارتونونو او تبلیغاتي پروګرامونو د جوړولو پر لارو چارو د کار کولو ټینګار کړی دی.































