د چين او د اسيا پراختيايي بانک ترمنځ د همکارۍ د ۴۰مې کلیزې په وياړ لوړپوړی فورم د نومبر په ۲۶مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې “۴۰ کلنۍ ګډې همکارۍ او نوی لرلید” په عنوان ترسره شو.
د فورم ګډونوالو د چين او د اسيا پراختيايي بانک ترمنځ د همکاريو د ژورتيا په شمول پر يو شمېر موضوعاتو بحثونه کړي دي.
د اسیا پراختيايي بانک رئیس مساتو کاندا ويلي: ((د اسیا پراختیايي بانک او چین ترمنځ مشارکت په تېرو ۴۰ کلونو کې دوامدار بدلون او وده کړې او همکاريو يې د چین د پرمختګ او بدلون په رڼا کې پرله پسې نوی اهمیت موندلی دی. د اسیا پراختیايي بانک په دې ویاړي، چې چین د پرمختګ په سفر کې ورسره ملګری پاتې شوی او هیله لري، چې په راتلونکي کې هم له یو بل څخه زده کړې ته دوام ورکړي او مشارکت لا پیاوړی کړي.))































