امريکا ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د رسمي سفر په درشل کې، چين مېډيا ګروپ د امريکا او چين د سوداګرۍ د ملي شورا له مشر شان سټاين سره ځانګړې مرکه کړې ده.
هغه وويل: زه په رښتيا باور لرم چې د امريکا او چين د اړيکو ثبات نه يوازې د دواړو هېوادونو په ګټه دی، بلکې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم ډاډ او ثبات ورکولی شي. که د آسيان هېوادونه، د نړيوال سراسري جنوب هېوادونه، اروپايي هېوادونه یا که د لاتينې امريکا هېوادونه دي، دوی کولی شي په روښانه توګه پوه شي چې له امريکا او چين سره څنګه اړيکې وساتي. ځکه هېڅ هېواد نه غواړي چې د امريکا یا چين ترمنځ د کوم لوري په ډله کې ځان شامل کړي. د نړۍ ډېر هېوادونه هم له امريکا او هم له چين سره خپلې ګټې لري.
نوموړي وویل، که د امريکا او چين اړيکې باثباته او د اټکل وړ وي، نور هېوادونه کولی شي د خپلو ملي ګټو سره سم په خپلواکه توګه له امريکا او چين دواړو سره له ژورو اړيکو او همکاريو څخه ګټه واخلي.































