د ایرانایر هوايي شرکت له تهران او مشهد څخه کابل ته خپلې الوتنې بېرته پیل کړې دي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه شرکت الوتنې د تهران له امام خمیني نړیوال هوايي ډګر څخه کابل ته پیل شوي او د مشهد ـ کابل پر مسیر الوتنې هم د جمعې له ورځې، د اکتوبر له ۲۳مې، بېرته فعالې شوې دي. د دغه شرکت مشر طاهر عبدالحي ویلي، چې د دغو الوتنو په بیا پیل سره د ایران او افغانستان ترمنځ د مسافرو د لېږد رالېږد خدمتونه بېرته فعال شوي.































