د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې یو ځل بیا رد کړې، چې ګواکې افغانستان د دغه هېواد په ناامنیو کې لاس لري. مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په پاکستان کې پوځي او امنیتي ادارې هغه مهال چې د امنیت په ټینګښت کې له ستونزو سره مخ کېږي، د خپلو خلکو د غولولو لپاره د پېښو پړه پر افغانستان اچوي. نوموړي زیاته کړې، په پاکستان کې ناامني د افغانستان او ټولې سیمې په زیان ده او اقتصادي، ټولنیزې او انساني منفي پایلې لري. هغه ویلي، پاکستاني چارواکي د خپلو امنیتي مسوولیتونو پر ځای افغانستان ملامتوي او د دغه هېواد د ناامنه کولو په موخو لګښتونه کوي. د نوموړي په وینا، دا ډول کړنې سیمه بېثباته کوي، اقتصادي سرچینې ضایع کوي او د پاکستان امنیتي ځواکونه له خپلو اصلي مسوولیتونو څخه اړوي.































