د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وايي، د بغلان د بورې امارتي شرکت دوه هوټلونه او دوه استوګنیز کورونه چې غصب شوي وو، بېرته ترلاسه کړي دي. د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، دغه ملکیتونه د یوې ګډې کمېټې له لوري تر ارزونې او تثبیت وروسته، د بغلان ولایت د سیمهییزو ادارو په همکارۍ بېرته د بغلان د بورې شرکت په واک کې ورکړل شوي دي. د امارتي شرکتونو عمومي ریاست زیاته کړې، چې د دغه شرکت د نورو غصب شویو ملکیتونو د بېرته ترلاسه کولو هڅې هم روانې دي.































