په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) د ښارونو د نړۍوالې ورځې په درشل کې ویلي، چې په تېرو څو لسیزو کې د کابل ښار ودانیزې سیمې په پراخه کچه پراخې شوې دي. دغه بنسټ د کابل ښار پراختیا ته په اشارې، د ښاري پلان جوړونې د ښهوالي او په دې برخه کې د لا زیاتو پانګونو پر اړتیا ټینګار کړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام زیاته کړې، چې کابل د کافي ملاتړ په ترلاسه کولو سره د میلیونونو خلکو لپاره په یوه سمسور او پرمختللي ښار بدلیدای شي.































