پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د جاپان ښي اړخي سیاستوال خپل اقتصاد په ستونزو کې ښکېلوي

دسمبر 24, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

د جاپان کيودو نيوز اژانس څو ورځې وړاندې يوه سروې خپره کړې، چې له مخې يې له ٪ ۵۰ زیات ګډونوال په دې اند دي، چې د تايوان مسئلې په اړه د جاپان د لومړۍ وزيرې سانای تاکایچي ناسمې څرګندونې د دغه هېواد پر اقتصاد منفي اغېزې کوي. له ٪ ۶۰ زیاتو ځواب ویونکو بيا د سانای تاکایچي لخوا د لویې کچې د مالي هڅوونکو پالیسیو په اړه اندېښنه وښوده. د تاکایچي له کابینې د جاپانيانو د ملاتړ کچه هم ورسره راټيټه شوه. دا په دې مانا ده چې د تاکایچي حکومت د “سخت” بهرني دریځ له لارې د خپل کورني اقتصادي فشار پر نورو د اړولو په لټه کې دی، خو دغه هڅه يې نتيجه نه ورکوي، بلکې د خپل اقتصاد جوړښتي ستونزه يې افشا کړې ده.

تېر کال د جاپان د واقعي جي ډي پي يا ناخالص کورني توليد زياتوالی يوازې٪ ۰.۱ ښودل شوی. د تاکایچي حکومت واک ته له رسېدو وروسته د اقتصاد د غوړولو په موخه د ۲۱.۳ تريليونو جاپاني ينو په ارزښت پراختيايي مالي تګلارې غوره کړې، خو د دغه هېواد  بازار ورته سمدستي منفي غبرګون ښودلی دی: د دغه هېواد د ۱۰ کلنو دولتي بانډونو(Bonds) د ګټو کچه په چټکۍ لوړه شوې او په ۲۷ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې، د ۲۰ کلنو دولتي بانډونو د ګټو کچه بيا په ۲۷ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته لوړه شوې او  د ۳۰ کلنو دولتي بانډونو د ګټو کچه په ۳۰ کلونو کې بې سارې لوړې کچې ته رسېدلې ده.

پخوا د جاپان د لیبرال ډیموکراتیک ګوند لوړ پوړو چارواکو ډېرې پراختیايي مالي تګلارې پراخې نه کړې او خلک د هېواد د پورونو په زياتوالي اندېښمن نه وو. خو تاکایچي د اقتصاد پوهانو یوه داسې ډله وټاکله، چې د مالي پراختیا له لارې د ودې ملاتړ یې کاوه او د کابینې د اقتصادي او مالي پالیسۍ مشورتي غونډې ته يې وربللي دي. په پايله کې د جاپان مالي بودیجه له ۱۴ تریلیونو ینو څخه ۲۱ تریلیونو ینو ته لوړه شوه.

د ملي بودیجې زياتېدل د څه ستونزو سبب ګرځي؟

د جاپان د دولتي بانډونو يوه لویه ځانګړتيا دا ده، چې د جاپان مرکزي بانک د دولتي بانډونو تر ټولو لوی نيوونکی دی او تر نيمايي زيات دولتي بانډونه يې ساتي. د امريکا مرکزي بانک يا فدرالي رزرف یوازې د هېواد ٪ ۱۳ دولتي بانډونه ساتي. له تېر کال راهیسې د جاپان دولتي بانډونو ته د تقاضا په جوړښت کې بدلونونه رامنځته شوي او د دغه هېواد مرکزي بانک خپل ساتلي دولتي بانډونه کم کړي دي او دغه بدلون يې بازار ته پيغام ورکوي، چې د جاپان مرکزي بانک به نور ډېر دولتي بانډونه وانخلي. د روان کال په دويمه ربعه کې دولتي بانډونو ته د جاپان د کورنيو ارګانونو تقاضا هم ډېره کمه شوې ده، دا په دې مانا ده چې پر بهرنيو پانګو د جاپان د پور بازار تکيه د زياتېدو په حال کې ده او زياتوالي يې د بهرنيو پانګوالو اندېښنې راپارولې او د دغه هېواد مالي چارې يې له احتمالي سیسټماتيکو خطرونو سره مخ کړې دي. سربېره  پر دې د جاپان بانکونه، د بيو شرکتونه او د تقاعد ارګانونه له اوږدې مودې راهیسې ډېر دولتي بانډونه ساتي، نو د بانډونو د بیې ټيټوالی به دغو ارګانونو ته تاوان ورسوي. د پيسو نړيوال صندوق ويلي، چې د دغه ډول خطرونو زياتوالی ښايي د پولي ارګانونو د بې ثباتۍ سبب وګرځي.

د پولي ارګانونو فشارونه به په اخیر کې واقعي اقتصادي سکتور ته واړول شي، د تصديو او کورنيو د پور لګښت  به لوړ کړي او پانګونه او مصرف به کمزوری کړي.

تاکایچي غوښتي چې په اقتصاد کې ځان ښکاره کړي، خو د هڅو په نتیجه کې يې د جاپان د پور بازار له خطرونو سره مخ شوی دی. د تاکایچي مالي تګلارې په مناسبه پيمانه کې نه دي طرحه شوې او په مناسب وخت کې هم نه دي نافد شوې. تازه شمېرې ښيي، چې د جاپان د اوسېدونکو د مصرف نرخ شاخص يا سي پي ای له تېرو ۵۱ مياشتو راهیسې پرله پسې زيات شوی او تر ۲۰ زرو زياتو ډولونو خوړو بیې لوړې شوې دي. د جاپان مرکزي بانک دغه وضعيت ته غبرګون ښودلی او د تګلارو د سود کچه يې له ٪ ۰.۵ څخه ٪ ۰.۷۵ ته لوړه کړې، چې په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

په حقیقت کې وړم کال د جاپان د پيسو پړسوب له جيوپوليټيکو عواملو، د اومو تېلو او نورو عامو تجارتي توکو د بيو له لوړتيا سره هم تړلی دی، جاپان په انرژۍ، خوړو او اومو موادو کې پر نورو هېوادونو ډېره تکيه کوي، نو د دغو توکو د بيو لوړتيا به د دغه هېواد په دننه کې د توکو د بيو د لوړېدو سبب کېږي. خو په ۲۰۲۵م کال کې د عامو توکو بيې ډېرې راټيټې شوې، خو په جاپان کې د پیسو پړسوب له دې سره بيا هم ډېر لوړ دی او ډېری لاملونه يې د دغه هېواد له کورنیو ستونزو سره تړلي دي.

له شکه پرته تاکایچي په دغه بدلون پوهېږي، خو هغې پراختيايي مالي تګلارې د ستونزو حللاره بللې او له دې لارې يې غوښتي چې خلک د فشارونو زياتېدل ژر احساس نه کړي او  د پېرودلو ظرفیت يې لاهم پیاوړی معلومېږي. په حقیقت کې تاکایچي په دې کار سره ځان غولوي، ځکه هغه د جاپان د پيسو پړسوب په بې کنټرولېدونکي حالت کې اچوي. د تاکایچي په شمول د جاپان ښي اړخي سياستوال په خوله کې ډېر پیاوړي ښکاري، خو د هېواد اقتصاد يې ډېر نازک شوی، چې رضاکارانه او مغروره څېره يې ترې بشپړه افشا شوې ده.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

سپتمبر 9, 2026

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

سپتمبر 9, 2026

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In