پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د جي ۲۰ له لوري د څواړخيزتوب، مشارکت او برابرۍ پر وخت غوښتنه

دسمبر 7, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د ۲۰۰۸ کال د نړيوال مالي بحران په پایله کې د جي ۲۰ ډله د رهبرۍ کچې ته لوړه شوه او د بحرانونو د هوارولو ماموريت ور وسپارل شو. د جي ۲۰ غړو د شراکت په روحيې سره د کار کولو په پايله کې نړيوال اقتصاد ته ثبات ور وباښه او تر ۲۰۰۸ په وروسته کلونو کې یې نړيوال اقتصاد په برياليتوب سره بېرته پر پښو ودراوه. دا د څو اړخیزتوب يو مهم مورد و چې لويو اقتصادونو د بې اتفاقۍ او ځان ځانۍ پر ځای د يووالي او عامه ګټو په غوره کولو سره يو سخت پړاو تر شا پرېښود او د نړيوالې اقتصادي حکومتولۍ د پرمخ بېولو لپاره یې د جي ۲۰ په څېر غوره چوکاټ رامنځته کړ.

پر نننۍ نړۍ مسلطې ننګونې د ۲۰۰۸ کال تر بحران لږ شديدې نه دي. له اوږدمهالو سيمه ييزو جګړو را نيولې بیا تر وبا وروسته د وضعيت تر ټکني ښه کېدو، له ډيريدونکو جيوپوليټيکي کشمکشونو نيولې بيا تر اقليمي بدلون پورې ټول د اندېښنې وړ مسايل دي. په دغه نوې تاريخي تقاطع کې نړۍ يو ځل بيا جي ۲۰ ته سترګې نيولې چې د مؤثرو ګامونو په اخيستلو سره ستونزو، په ځانګړي ډول اقتصادي ننګونو ته د حل لارې ومومي. د يادونې وړ ده چې چين او په جي ۲۰ کې یې نورو ملګرو د ريو ډي جنيرو په سرمشريزه کې د څو اړخيزتوب، مشارکت او برابرۍ لپاره غږ پورته کړ.

په نړيواله حکومتولۍ کې د څو اړخیزتوب ملاتړ

جی ۲۰ د پرمختللو او مخ پر ودې هېوادونو تر منځ د مذاکراتو او همکاريو محوري چوکاټ دی چې د څو اړخيزتوب انګيزه خپروي. خو په وروستيو کلونو کې د ځينو هېوادونو له لوري د يو اړخيزتوب او ملاتړپالنې سیاستونه د جي ۲۰ په چوکاټ کې د عملي همکاريو پر وړاندې خنډ ګرځېدلې او څو اړخيزتوب ته د يادې ډلې ژمنتيا او دغه راز د مسايلو په هواري کې د هغې وړتيا یې تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

په دې برخه، په ځانګړي ‌ډول د ملګرو ملتونو په مرکزيت نړيوال سيسټم کې د چين د ولسي جمهوريت د رييس شي جين پينګ له لوري د حقيقي څو اړخيزتوب لپاره د نوې ژمنې غوښتنه پر وخت او دقيق اقدام دی. لکه څرنګه چې هغه د جی ۲۰ په تېره سرمشريزه کې روښانه کړه، په نړۍ کې د عامه انکشاف لپاره، موږ اړ يو چې څو اړخیزتوب ته ژمن پاتې شو. که چيرې لوی هېوادونه د ګډ کار پر ځای د يوازې کار ذهنيت ته واوړي نو په نړيواله حکومتولۍ کې به د درزونو د رامنځته کېدو ګواښ لوړ او د ګډ انکشاف نړۍ د رامنځته کېدو هېلې به له منځه ولاړې شي.

پر دې اساس، دا د خوشالۍ ځای دی چې په ريو ډي جنيرو کې د جی ۲۰ سرمشريزې اعلامیې دا چاره په رسميت وپېژندله چې نړيوالې ټولنې ته ور پېښې ننګونې يوازې په څو اړخیزتوب سره د هواريدو وړ دي، ځکه يوازې د ټولو هېوادونو په بشپړ، مساوي او معنادار ګډون سره نړيوالو ننګونو ته اغېزناک غبرګون ښودل کيدای شي.

د عامه انکشاف لپاره د مشارکت پياوړي کول

کله چې هېوادونه له عامو ننګونو سره مخ وي، نو منطقي او عقلاني خبره دا ده چې د هواري لپاره یې همکاري او مشارکت وشي، نه دا چې هر هېواد په يوازې ځان له خپلې مخې د ننګونې د لرې کولو هڅې وکړي او پر يوه او بل د پړې اچولو لوبه وکړي. د بېلګې په توګه، د بېوزلۍ او لوږې ستونزه په پام کې ونيسئ. د خوړو د خونديتوب، زده کړو او تجربو د شريکولو له لارې له بېوزلۍ سره مبارزه پياوړې کيدای او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لوږه ختمېدای شي.

د ستاينې وړ ده چې په ريو ډي جنيرو کې د جي ۲۰ سرمشريزې د لوږې او بېوزلۍ پر خلاف نړيوال اتحاد رامنځته کړ چې د مشارکت ثمره ده او ټولو هېوادونو، نړيوالو سازمانونو، څو اړخیزو انکشافي بانکونو، علمي مرکزونو او بشردوستانه ادارو ته یې پکې د ګډون بلنه ورکړه. چين هم د نړيوالې پراختيا د ملاتړ په موخه د اتو مثالي ګامونو په اعلانولو د افريقا د انکشاف لپاره له نړيوالو همکاريو، زيربنا، ډيجيټلي اقتصاد، د فقر کمولو، د خوړو خوندیتوب، علومو، پاکې انرژۍ او له فساد سره مبارزې ته خپله ژمنتيا ښودلې ده.

د مشارکت دغه پيغام به نړۍ ته د نړيوالو همکاريو لپاره لا ډير اعتماد ورکړي او دغه ابتکار به له شک پرته له ګډونوالو سره مرسته وکړي چې د نړيوال ماهيت پر لرونکو ننګونو د برلاسي کېدو لپاره غوره همکارۍ وکړي او متقابلې ګټې ترلاسه کړي.

ريیس شي د خپلو مشاهداتو په څرګندولو سره وويل، چېرته چې شتمن لا پسې شتمن کيږي او بېوزلي لا ډير پر بېوزلۍ اخته کيږي هلته د ثبات او سوکالۍ مخ نه شي ليدل کيدای. د نړيوال سويل (چيرته چې د نړۍ ۸۵ سلنه وګړي مېشت دي) پياوړی انکشاف او برابر ګډون د نړۍ د غوره راتلونکي لپاره اړين دی.

پر حقيقت د دې ادعا د بدليدو لپاره نړيوال سويل کافي بودجې، ټکنالوژۍ او د ظرفيت جوړونې ملاتړ ته اړتيا لري. د چين، برازيل او هند په څېر د لويو هېوادونو د پر له پسې غوښتنو له برکته، جی ۲۰ د داسې اصلاحاتو پر راوستو فشار اچولی چې نړيواله حکومتولي د لا ډيرې برابرۍ پر لور سوق کوي، په ځانګړي ډول د نړيوال مالي چوکاټ اصلاحات پر داسې مسير بيايي چې د نويو ټوکيدونکو بازارونو او مخ پر ودې هېوادونو د اغېزې ودې ته انعکاس ورکوي.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د مصر په ګډون ۸ هېوادونو ګډه اعلاميه خپره کړه

سپتمبر 10, 2026

د صربیا ولسمشر ووچیچ پارلمان منحل کړ

سپتمبر 10, 2026

ايران د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ پر تصويب شوي پرېکړه ليک نيوکه وکړه

سپتمبر 10, 2026

دينګ شوی شيانګ د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال په نړيواله سرمشريزه کې ګډون وکړ

سپتمبر 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In