چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د ريالېزم تیوري

لیکنه: سید خالد سادات

جولای 1, 2019
in تحلیل, لیکنې
0 0

ریالېستان په نړیوال نظام کې پر شته او موجود سیاست بحث کوي. د دولتونو تر منځ په سیاسي تعاملاتو کې د (باید) کلمه نه مني. ریالېستان دلیل راوړي چې هېوادونه تل د خپلو ګټو پر بنا خپل سیاست څرخوي، نو ځکه د باید کلمه نه شي کولای چې د هېوادونو تعاملات (State Practices)  په اجباري ډول بدل کړي. د ريالېزم ايډيالوژۍ له مخې، سیاسي لوبغاړي پر واقعيتونو استدلال کوي او د حل موندلو لپاره واقعي حل مخته وړي.

زموږ ولسمشر په تيوريکي لحاظ ریالېست برېښي؛ خو سیاسي تعاملات یې ایډلېزم ته پاتې کېږي. که موږ له پاکستان سره خپلې ستونزې حلوو، نو ولې د ۲۵ میلیونو ډالرو خسارې چې له هندوستان سره د سیاسي رقابت له امله پاکستان زموږ هېواد ته اړولې؛ پوښتنه نه شو کولای.

واقعيت دا دی چې د ډیورنډ پر کرښه باندې اغزن تار تېریږي، په سترګو یی ګورو او د کیلومټرونو حساب یی هم معلوم دی، نو بیا ولې پر دې واقعیت سترګې پټوو او له پاکستان سره د ارمانګرایۍ بحثونه چې د سیمه ییز اتصال او منطقوي ټرانزیټ دی، ځانونه تېر باسو. د تجارت او ټرانزیټ په برخه کې اته کاله دمخه د پاکستان او افغانستان تر منځ د APTTA  په نوم تړون لاسلیک شوی، چې له مخې به یې پاکستان مرکزي اسیا ته لار مومي او په مقابل کې به افغانستان د هند خاورې ته خپل مالونه وړي او راوړي. اما له دغه تړون څخه پاکستان سرغړونه کړې چې باید افغان ولسمشر پاکستاني مقاماتو ته د پاکستان تقصیر د سیمه ییز اتصال پر وړاندې اساسي خنډ تعریف کړي. منو چې ولسمشر مو عالم او پوه انسان دی.

ممکن په سیمه ییزه سیالۍ هم وپوهيږي، خو که د پاکستاني اقتصادانانو د لارښوونې پر ځای په هېواد کې د یو مجهز نړیوال روغتون تهداب اېښی وای، نن به مو سپین ږیری مریض بابا د پنجاب ويزې په مقابل کې خپل روح جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ ته نه باښه. قاعده دا ده چې د پاکستان تش په وعدو او مکارانه سیاست باید نور ونه غولېږو. د افغانستان کشاله کې باید پاکستان د افغانستان دولت او خلکو ته واقعي مثبت بدلون وښيي، څو محسوس شي او بیا باید افغان دولت انعطاف ښکاره کړي.

افغان ولسمشر د سولې په هڅو کې اساسي خنډ پاکستان تعريفوي، اما اسلام اباد کې بیا ولسمشر په افغان سوله کې د پاکستان له هڅو مننه کوي. ولسمشر په پیل کې له واقعيتونو پرده پورته کوي، اما د خبرو په پای کې واقعيتونه بېرته کتمانوي او د پاکستان هڅې ستايي. په تېرو څلورو کلونو کې افغان ولسمشر د پاکستان پر وړاندې خورا ښه لاړ .

د افغانستان خلکو او نړيوالو ته یې د پاکستان اصلي څېره لا بربنډه کړه. حد اقل زموږ ځوان نسل ته یې له پاکستان سره د سیالۍ چل زده کړ، اما په اوسني سفر سره یې موږ ته شکونه راولاړ کړل چې موږ د دښمن کور ته بغیر له کوم بدلونه ولې ورشو. پاکستان اوس هم طالبان حمایه کوي، هره ورځ زمونږ تر یو نیم سل زیات هيوادوال د پاکستان نیابتي سیاست قرباني کېږي، له هند سره مو د ځمکني او هوایي تجارت پر وړاندې اساسي خنډ پاکستان دی، نو بیا څه شی مونږ ته پاکستان کړي چې کور ته یې وردرومو؟

دا او دې ته ورته پوښتنې زموږ د خارجي سیاست ستر ضعف را په ګوته کوي.

Share10Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In