د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري چارو معین مولوي شهابالدین ثاقب او مل پلاوی یې د حلال په دولسم کنفرانس او د «حلال ۲۰۲۶» نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه د ترکیې استانبول ښار ته تللی دی. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي شهابالدین ثاقب به په یاد کنفرانس کې وینا وکړي او د غونډې په څنډه کې به د ترکیې له یو شمېر چارواکو سره هم وګوري. ټاکل شوې چې په دغه نړیوال نندارتون کې د افغانستان محصولات او تولیدات هم نندارې ته وړاندې شي.































