یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د شيځانګ مسئلې د کارولو له لارې د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې لپاره د امريکا پلان ناکام دی

جولای 28, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د متحدو ايالتونو ولسمشر جو بايډن د جولای په ۱۲مه نېټه د چين – تبت د مناقشې د تش په نوم هواري د هڅولو لايحه لاسليک کړه. دا لايحه د متحدو ايالتونو د سلطه پالنې، ډيپلوماټيکې لاسوهنې او د چين په کورنيو چارو کې د مداخلې څرګندونه کوي.

د متحدو ايالتونو حکومت له اوږدې مودې راهيسې د چين د مهارولو لپاره د شيځانګ کورواکې سيمې يا تبت د کارولو سياست پلی کوي. د شيځانګ په تړاو د علمي څېړنو جعل کوي او لويديځو رسنيو ته وايي چې د شيځانګ په تړاو د چين ضد نظريات خپاره کړي. د متحدو ايالتونو موخه څرګنده ده؛ همدا چې د شيځانګ تش په نوم مسئله وکاروي څو د چين نړيوال اعتبار اغېزمن او د پراختيا مخه یې ډپ کړي.

د امريکا د کانګريس له لوري د چين – تبت د شخړې د هواري د هڅولو لايحې تصويبېدل څرګندې موخې لري. لومړی د ژیزانګ د مسئلې د کارولو له لارې د چين مهارول او پر چين د فشار واردول. بايډن واک ته تر رسېدو وروسته د ټرمپ د چين سياست ته په لا پراخو ابعادو او بريديزه بڼه ادامه ورکړه څو د چين مخه ډپ کړي. دې موخې ته د رسېدو لپاره بايډن په کانګريس کې له خپلو ښو اړيکو ګټه واخيسته څو د شيځانګ په تړاو د کانګريس اقدامات لا پياوړي شي او له اجرايوي ادارو سره په همغږۍ یې د چين د مخنيوي سياستونو ته مخه کړه. دې چارو د چين – متحدو ایالتونو اړيکې له لا ډيرو ننګونو سره مخ کړې.

دويم دا چې د شيځانګ مسئله له امريکايي سناتورانو سره له سياسي پلوه د يوه سم تصوير په رامنځته کولو کې مرسته کوي. د ژيزانک او شينجيانګ مسايل د متحدو ايالتونو په کانګريس کې ځانګړي موضوعات دي. دغه موضوعات له يوه پلوه له سناتورانو سره مرسته کوي چې د بشري حقونو د تش په نوم ملاتړ اخلاقي تصوير رامنځته کړي او پر مټ یې دوی شهرت او سياسي موقف ترلاسه کړي. له همدې کبله د شيځانګ په مسئله کې ژوره مداخله او د چين د مهارولو لپاره د دې مسئلې کارول د امريکايي سناتورانو لپاره په کانګريس کې د شهرت او موقف د لوړولو وسيله ګرځېدلې ده. له بل پلوه د ژیزانګ او شينجيانګ د مسايلو په پلمه کولو سره د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه د کم لګښت چاره ده.

درېيم، دا مهال په متحدو ايالتونو کې ولسمشريزې منډې ترړې روانې دي. د امريکا ډيموکراټ ګوند د شيځانګ سيمې د تش په نوم بشري حقونو د مسئلې له لارې د لا ډيرو ټاکنيزو سرچينو د خپلولو هڅه کوي، دا ځکه چې د جمهوريت غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د خپلې تېرې دورې ولسمشرۍ پر مهال د بشري حقونو مسئله بې اهميته کړې وه. نوموړي په ځينو اقداماتو لکه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا په وتلو سره وښوده چې د بشري حقونو اړوندو موضوعاتو ته ډېر پام نه کوي او دا کار یې د مختلفو اقشارو د نيوکو سبب شو. له همدې کبله ډيموکراټ ګوند اړتيا لري چې  د بشري حقونو د تش په نوم دفاع او ملاتړ داعیې له لارې لا ډير ملاتړ خپل کړي.

د چين – تبت د شخړې د هواري د هڅولو قانون  د شيځانګ اړوند د متحدو ايالتونو له مخکنۍ لايحې سره خورا ډير توپير لري. دا ځل د شيځانګ د تش په نوم بشري حقونو پر مسئلې تمرکز نه دی شوی، بلکې له دې انکار شوی چې شيځانګ له لرغونې زمانې راهيسې د چين د قلمرو برخه ده. دا د چين د تاريخي پس منظر پر ضد د فکري جګړې د پيل مانا لري او دغه راز څرګندوي چې د شيځانګ د مسئلې په تړاو د امريکا د چين ضد پخوانۍ پاليسۍ بې اغېزې وې. هغه درواغ چې دوی خپاره کړي له ازادۍ وروسته د شيځانګ سيمې د ټولنيزې او اقتصادي پراختيا او د بشري حقونو د خونديتابه حقيقت له منځه نه شي وړلی. د شيځانګ د ولسونو د ټولنيز موقف ښه کېدل، له غلامۍ د خپلو کورونو تر واکمنۍ، د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې او د ټول چين د خلکو په ملاتړ له فقر او بېوزلۍ خلاصيدل د يادې سيمې د سوکالۍ څرګندې بېلګې دي. له همدې کبله متحدو ايالتونو اوس د تاريخي ايډيولوژيو د کارډ لوبول پيل کړي او هڅه کوي چې د چين د کورني ثبات د ګواښلو په موخه د شيځانګ مسئلې د کارولو له لارې د چين ضد نظرياتو نوې څپه پيل کړي.

دا حقيقت چې شيځانګ له لرغونې زمانې راهيسې د چين د قلمرو برخه ده، نه بدليدونکی دی. متحد ايالتونه د نورو هېوادونو پر خلاف د ناسمو معلوماتو د خپرولو د کمپاينونو په چلولو کې نوم لري. دوی د ناسمو معلوماتو د توليد مبتکرين دي او د ناسمو معلوماتو د خپرولو منظم صنعت لري. د دې لايحې لاسليکېدل د بېلګې په توګه په نظر کې نيولی شو: ځينې امريکايي اکاډميکې ټولنې به د کورنيو او نړيوالو څېړنو له پايلو انکار وکړي. د شيځانګ د مسئلې په تړاو د سياسي سمون لپاره به هغوی د مختلفو څېړنو پايلې د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت د چين ضد اقداماتو د وړانديزونو لپاره جعل کړي.

امريکايي سياستوالو ته د مشورې په توګه بايد وويل شي چې: ايډيولوژي د يوه هېواد د اساسي ګټو له ډلې يوه ده. که متحد ايالتونه د چين پر وړاندې د کوم فکري جنګ پر پيلولو ټينګار کوي، نو بايد پوه شي چې دا جګړه به د چين – متحدو ايالتونو په اړيکو کې د بلې ماتې سبب شي. اوسنی نړيوال سيستم او نظم به له ګواښ سره مخ کړي او دغه راز به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خلکو او هېوادونو ګتې اغېزمنې کړي. د چين – متحدو ايالتونو د تېرې نيمې پېړۍ اړيکو ته په کتو دې پايلې ته رسېږو چې همکارۍ د دواړو هېوادونو په ګټه دي او سلطه پالنه دواړو هېوادونو ته زيان رسوي. د شيځانګ د مسئلې په څېر د چين اساسي ګټو ته درناوی له شک پرته يو مهم اقدام دی چې متحدو ايالتونه یې بايد وپېژني او عمل پرې وکړي.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

سپتمبر 13, 2026

کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

سپتمبر 13, 2026

مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

سپتمبر 13, 2026

حوثیانو د سعودي عربستان پر یوې پوځي اډې برید کړی

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In