د ۲۰۲۶ کال د «نړیوالو ښارونو ورځې» په مناسبت نړیوال اصلي فعالیت او د دوامدار پرمختګ لپاره د نړیوالو ښارونو د جایزې (د شانګهای جایزه) د ورکړې څلورم فعالیت د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د فو جیان ولایت په فو جو ښار کې ترسره شو. د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او مرستیال صدراعظم هه لي فنګ د دغو فعالیتونو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون کړی او جایزه ګټونکي ښار ته یې جایزه ورکړې او وینا یې هم کړې ده.
هه لي فینګ په اشارې ویلي، چین په نوې زمانې کې د رئیس شي جين پينګ د مهمو لارښوونو له مخې، خلکو ته په تمرکز د ښارونو جوړونې مفکورې پوره عملي کړې او د ښاري پرمختګ په برخه کې یې تاریخي بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي. تقریبا ټول خلک د استوګنې ځایونه لري، په ښارونو کې اوسېدونکي باکیفیته او پوره روزګار شوی، د ښارونو د ادارې موثریت پر له پسې پیاوړی شوی دی.
هه لي فنګ په همدې ورځ د ملګرو ملتونو د بشري مېشتځایونو پروګرام له اجرائیوي مشرې مایمونه محمد شریف سره هم وکتل. مېرمن روسباخ ویلي، د ملګرو ملتونو دغه پروګرام غواړي له چین سره اغېزمنې همکارۍ نورې ژورې کړي او د نړۍ د انسانانو د اوسېدو چاپېریال د ښه وال لپاره په ګډه خدمتونه وکړي.































