یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د لبنان او اسرائيل شخړه به د منځني ختيځ پر وضعيت اغېزې وکړي؟

اگست 27, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

لبنان او اسرائيل د اګست په ۲۵مې نېټې يو د بل پر پوځي هدفونو بريدونه کړي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې ناڅاپي سختوالي نړيوالې ټولنې ته اندېښنه پيدا کړې، چې ښايي د دغو دوو هېوادونو ترمنځ روانه شخړه سيمه کړکېچنه او جګړه نوره هم وغځوي.

څېړونکي وايي، د غزې د شخړې منفي اغېزې په چټکۍ خوريږي او د منځني ختيځ وضعيت د اړ دوړ پر ژۍ ولاړ دی، نو په داسې حال کې د لبنان او اسرائيل ترمنځ کړکېچ به اوسنی وضعيت نور هم ترينګلی او ښايي د غزې د اوربند د مذاکراتو پر وړاندې هم ستونزې را پورته کړي.

د لبنان حزب الله د اګست په ۲۵مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په همدې ورځ يې د خپل لوړ پوړي پوځي قوماندان فواد شکور د وژل کېدو په غچ کې پر اسرائيل پراخ بريدونه کړي او د بريدونو په لومړي پړاو کې يې د اسرائيل پر ۱۱ پوځي هدفونو له ۳۲۰ ډېر راکټونه توغولي او دغه پړاو يې په برياليتوب پای ته رسولی دی.

د منځني ختيځ په چارو کې د شانګهای د بهرنيو ژبو پوهنتون د څېړنيز انسټيټيوټ مرستيال څېړونکی جاو جون په دې اند دی، چې حزب الله د دغو بريدونو له لارې نه يوازې له اسرائيل د غچ اخيستنې، د حماس ملاتړ او له ايران سره همغږي غواړي، بلکې له اسرائيل څخه د امريکا د ملاتړ کچې د ازمويلو نيت هم لري.

د لبنان ((ختيځ – نن)) ورځپاڼې خبر ورکړی، چې حزب الله پر اسرائيل د لومړي پړاو عملياتو کې ملکي وګړي او عامه  بنسټيز تاسيساتو نه دي په نښه کړي او توغنديو يې اسرائيل ته سخت زيانونه نه دي رسولي، نو ښايي جګړه پراخه نه شي.

د اسرائيل تيلاويف پوهنتون د منځني ختيځ د چارو کارپوه ايال زيسير وايي، اسرائيل او د لبنان حزب الله ښايي په اوږدمهال کې د قوت لګښت ستومانوونکې جګړې ته داخل کړي، خو دواړه خواوې پراخ جنګ نه غواړي او جنګ ته د داخلېدو يا پر ژۍ يې د تګ وضعيت ته به دوام ورکړي.

د غزې شخړې د لبنان او اسرائيل ترمنځ روان جنجال راپورته کړی دی. د لبنان حزب الله د تېر کال له اکتوبر راهيسې بيا بيا پر اسرائيل د بريدونو له لارې د حماس د ملاتړ غږ کړی او اسرائيل ورته په هوايي بريدونو او توغنديو ځوابونه ورکړي دي.

د لبنان ((ختيځ – نن)) ورځپاڼې په يوې ليکنې کې ويلي، چې حزب الله د خپل قوماندان فواد شکور له وژل کېدو درې اوونۍ وروسته پر اسرائيل بريدونه پيل کړي، یعنې ډېر په ځنډ يې غبرګون ښودلی او لوی سبب يې دا دی، چې حزب الله نه غواړي، د غزې د اوربند مذاکرات مات يا ټکني شي.

د قطر الجزيرې تلويزيون د اګست په ۲۵مې نېټې د لبنان د حزب الله د مشر شيخ حسن نصرالله په قول خبر ورکړی، چې د غزې د اوربند مذاکراتو ته وخت ورکول پر اسرائيل د بريدونو د ځنډ له لاملونو څخه دي. د لبنان او اسرائيل ترمنځ روانه شخړه په ډېر شدت د غزې اوربند د مذاکراتو پر مهال رامنځته شوې ده.

د غزې د اوربند مذاکراتو څو مياشتې دوام لرلی، خو لا تراوسه هېڅ پايلې ته نه دي رسيدلي. رويټرز د اګست په ۲۵مې نېټې د مصر د حکومت د يوې سرچينې په قول خبر ورکړی، چې د مذاکراتو په روان پړاو کې هيڅ هوکړه نه ده شوې، ځکه حماس او اسرائيل د منځګړو پخلاينې پلان نه دی منلی.

د لبنان او اسرائيل ترمنځ روانې شخړې، د حماس او اسرائيل له سختو توپيرونو سره سره، د غزې د اوربند پر خبرو څرګنده اغېزه نه ده کړې.

د سیمې د چارو کارپوه ايال زيسير ويلي، که څه هم په غزه کې د اسرائيل جګړه پای ته نژدې شوې، خو اسرائيل او حماس د اوربند په مذاکراتو کې لوی توپيرونه لري او د اسرائيل د صدراعظم بينيامين نيتانياهو په مشرۍ ښي اړخي حکومت په پام کې کورني سياسي عوامل نيولي او شخړې ته يې دوام ورکړی دی، نو ځکه د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند تړون لاسليک له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

څېړونکي په دې اند دي، که اسرائيل په غزه کې خپلو پوځي عملياتو ته دوام ورکړي، د لبنان حزب الله به د حماس د ملاتړ لپاره پر اسرائيل بريدونه پای ته ونه رسوي او ښايي لا زور ورکړي.

څېړونکي په غزه کې اوربند د ترينګلي سيمه ييز وضعيت د ارامولو اصلي لاره بولي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In