پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د مسکو د غونډې ګډونوال: روانه جګړه یوازې د بین الافغاني مذاکراتو پر مټ د حل وړ ده

فبروري 6, 2019
in افغانستان
0 0

تېره ورځ په مسکو کې د افغان سولې په اړه د افغان سیاسیونو او طالبانو ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه. په دغه غونډه کې لومړی پخواني ولسمشر حامد کرزي ورپسې طالب استازي شیرعباس ستانکزي او بیا نورو سیاستوالو خبرې وکړې. په دغه غونډه کې پرون د افغانستان د روانې جګړې پر بېلو اړخونو خبرې وشوې او ګډونوالو اوسنۍ جګړه پر افغانانو تپل شوې جګړه بللې ده او د بین الافغاني مذاکراتو پر مټ یې د دغه جګړې پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې د افغانستان جګړه یوازې او یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او ټولو اړخونو ته پکار ده، چې د خبرو له لارې او د پردیو له مداخلې پرته روانه جګړه پای ته ورسوي. د نوموړي په خبره، په هېواد کې روانه جګړه پردۍ او پر افغانانو تپل شوې جګړه ده چې یوازې او یوازې افغانان دغه جګړه پای ته رسولی شي.

طالب استازي بیا پر خپلو خبرو ټینګار کاوه او په خبره یې لومړنی شرط یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي او وروسته بیا د باور جوړولو په موخه د طالب زندانیانو خوشي کول، له تور لېست د طالب زندانیانو ایستل او دې ته ورته مسایل هغه شرطونه دي چې طالبانو د سولې لپاره وړاندې کړي دي. شیرعباس ستانکزي همدا راز په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې دوی په افغانستان کې د اساسي قانون د تعدیل او همدا راز د یوه اسلامي نظام د جوړېدو غوښتونکي دي. نوموړي پر اساسي قانون نیوکه وکړه او په خبره یې دوی د اساسي قانون غوښتونکي دي، خو دغه قانون باید تعدیل شي.

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال محمد یونس قانوني هم په دغه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغانستان په سیمه کې تر ټولو غوره اساسي قانون لري او همدا راز په سیمه کې تر ټولو ښه ولسواک اسلامي نظام لري او ټول باید د دغه نظام د پیاوړتیا لپاره کار وکړي. د نوموړي په خبره، دا سمه ده چې اساسي قانون او اوسنی نظام یو څه ستونزې لري او باید اصلاح شي، ځکه دغه موارد له اصلاح مستثنی نه دي. د قانوني په خبره، روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کېدلی شي او هغه ډلې چې خبرو ته نه حاضرېږي، د افغانستان د شاتګ او په هېواد کې د نورو د مداخلو سبب ګرځي.

د اجرایه رییس دویم مرستیال محمد محقق هم په دې غونډه کې خبرې وکړې. هغه وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه نه قانوني او نه هم شرعي اړخ لري. د نوموړي په خبره، روانه جګړه د مسلمانو وروڼو ترمنځ ده چې هېڅ ډول قانوني او اسلامي توجیه نه لري.

د مسکو غونډه پرون پیل شوې ده او نن به هم په یاد ښار کې ادامه ولري. دغه غونډه په افغانستان کې له ډېرو غبرګونونو سره مخ شوې ده. خو د ټولنیزو رسنیو ډېری کاروونکي په دې باور دي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده، نو ښه به وي چې د افغان جګړې د پای ته رسولو په موخه د ښکېلو اړخونو ترمنځ د ناندریو پر ځای مذاکرات ادامه پیدا کړي.

بل پلو ولسمشر غني هم پر دغه غونډه غبرګون ښودلی دی. هغه له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، افغان حکومت د سولې خبرې پيل کړې دي، وسله والو طالبانو ته واضح وړاندیز لري، طالبان د افغان حکومت وړاندیز نه مني، نو په داسې یوه حالت کې د مسکو غونډه بې مانا ده. د ده په خبره، افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو د هغه نظام ساتنه هم د اوسنیو چارواکو دنده ده چې د زرګونو افغانانو د وینو په بیه جوړ شوی دی.

Tags: featured
Share28Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

سپتمبر 9, 2026

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

سپتمبر 9, 2026

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In