د چين او کاناډا ترمنځ د اقتصادي، مالي او پولي ستراتيژيکو خبرو دوهم پړاو د نومبر په ۹مه نېټه د کاناډا په وانکوير کې ترسره شو.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، د دولتي شورا د صدراعظم مرستيال او د چين او کاناډا د اقتصادي، مالي او پولي ستراتيژيکو خبرو لارښوونکي هه لي فنګ او د کاناډا ماليې وزیر فرانکوسيس فيليپي چامپاګني او د دغه هېواد د نړيوالې سوداګرۍ وزير مانيندير سيدهو په ګډه دغه خبرې مشري وکړه.
هه لي فنګ ويلي، د چين او کاناډا ترمنځ اړيکو د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې ښه وده کړې او دوه اړخيز تګ راتګ یې بیا پر سم لوري روان شوی دی.
نوموړي ويلي، د چين او کاناډا ترمنځ اقتصادي، مالي او پولي ستراتيژيکې خبرې د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمو ګډو نظريو د عملي کولو په برخه کې مهم ګام دی او هېواد یې غواړي، د اقتصاد، پولي چارو او پانګونې په شمول ځينو برخو کې له کاناډا سره همکارۍ پياوړې کړي.
فرانکوسيس فيليپي چامپاګني ويلي، کاناډا له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او موافقې به ورسره په ګډه عملي کړي او په اقتصادي، پولي او مالي برخو کې به ورسره د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ ژورې کړي.
مانيندير سيدهو هېله ښودلې، چې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې د چين او کاناډا ترمنځ همکارۍ نورې هم پراخې شي.































