په هرات کې د «اویسن فارما» درمل جوړولو فابریکې د پراختیا په موخه د ۳۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د درملو د تولید د درېیو نویو بلاکونو د جوړولو چارې پیل شوې. د هرات ولایت مقام وايي، هممهاله د دغې فابریکې د سیروم او پیچکارۍ د تولید نوې کرښه هم پرانیستل شوې، چې د ورځې د ۱۰۰ زره بستو سیروم د تولید ظرفیت لري. د معلوماتو له مخې، درې واړه نوي بلاکونه به د درې زره متر مربع ځمکې پر مساحت، په پنځو پوړونو کې جوړ شي چې له بشپړېدو سره به یې د نړیوالو معیارونو مطابق د بېلابېلو درملو د تولید ظرفیت زیات شي.































