د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګست د دغه هېواد پر پوځي اکاډمیو نیوکه کړې، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په څېر د پوځي ناکامیو د لاملونو په څېړلو کې پاتې راغلې دي. هګست د امریکا له پوځي اکاډمیو غوښتي، چې د افغانستان د جمهوري حکومت د سقوط او د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر په هر اړخیز ډول وڅېړي. نوموړي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل یوه ستره ناکامي بللې، چې په وینا یې د امریکا نړیوال اعتبار ته یې سخت زیان رسولی دی. هغه د کابل هوايي ډګر په برید کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو وژل کېدل هم د جدي عملیاتي، پوځي او سیاسي ناکامیو پایله بللې ده.































