یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چين – قزاقستان مشارکت د شانګهای د همکاريو سازمان همکارۍ اوج ته رسوي

جولای 3, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

قزاقستان د تېر کال په جولای مياشت کې د شانګهای د همکاريو سازمان دوراني مشري ترلاسه کړه او تر دې مهاله یې د سږنۍ سرمشريزې لپاره د چمتووالي په موخه چې د جولای په درېيمه او څلورمه نېټه جوړيږي له ۱۴۰ ډير فعاليتونه او سلا مشورې ترسره کړې دي. دا سرمشريزه نه يوازې دا چې د شانګهای د همکاريو سازمان لپاره د اهميت وړ ده، د قزاقستان لپاره هم تاريخي ارزښت لري او تمه کيږي چې بېلاروس پکې د سازمان د لسم غړي په توګه ومنل شي.

سرمشريزه به پر پراخيدو سربېره، سيمه ييز او نړيوال سياستونه او د نړۍ په کچه متزلزل جيوپوليټيکي او اقتصادي وضعيت هم وڅېړي. نننۍ نړۍ له سيمه ييزو او نړيوالو مسلسلو تودو مسايلو سره د تزلزل او لېږد يوې نوې مرحلې ته داخله شوې ده. په هر صورت، د شانګهای د همکاريو سازمان تل د هر اړخيزو همکاريو د سازمان په توګه خپل دريځ ته ژمن دی او هېڅکله یې د هېڅ هېواد يا هېڅ نظامي بنسټ پر وړاندې د نظامي اتحاد رويه نه ده خپله کړې.

په شخړو کې د شانګهای د همکاريو سازمان د ښکېلولو لپاره له هڅو سره سره دغه سازمان خپل متوازن دريځ ساتلی او امنيت یې د همکاريو د برخې يو لومړيتوب دی. د شانګهای د همکاريو سازمان په چوکاټ کې به غړي هېوادونه له خنډونو لکه ترهګرۍ، بېلتونپالنې، توندلارۍ، سايبري بريدونو، سازمان شويو جرمونو او د نشه يي توکو له قاچاق سره د مبارزې لپاره ارزښتناک وړانديزونه وکړي.

تر سرمشريزې وروسته به د شانګهای د همکاريو سازمان دوراني مشري چين ته وسپارل شي. موږ پر سازمان د چين د دوراني مشرۍ په موده کې د سرمشريزې د پايلو د تعقيب او د اجماع د لا ډير ټينګښت په تمه يو.

قزاقستان د کمربند او لارې نوښت د پيل ځای او د ياد نوښت مهم ونډه وال دی. په ۲۰۱۳ کال کې د چين د دولت رییس شي جين پينګ د قزاقستان په پلازمينه استانه کې د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند طرحه وړاندې کړه. د شانګهای د همکاريو سازمان له رامنځته کېدو شل کاله وروسته د يوه سيمه ييز نړيوال سازمان په توګه د پام وړ نړيوال شهرت موندلی دی. د ياد سازمان ډيری غړي هېوادونه د کمربند او لارې وړاندیز په چوکاټ کې هم له چين سره همکارۍ لري چې له کبله یې دغه سازمان د کمربند او لارې وړانديز د مشترک رغون پر مهم چوکاټ بدل شوی دی.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکايف په مختلفو نړيوالو فورمونو کې پر دې ټينګار کړی چې هېواد یې د کمربند او لارې نوښت ملاتړ کوي او چمتو دی چې په چوکاټ کې یې همکارۍ لا ډېرې پراخې کړي. په وچه کې ايسار قزاقستان د ايروشيا سيمې په زړه کې واقع دی چې اسيا او اروپا، شمال او جنوب سره نښلوي. دغه هېواد هيله لري چې د ترانزيټي ترانسپورټي امتياز په کارولو سره د کمربند او نوښت وړانديز له لارې د اقتصادي پراختيا لپاره نوي فرصتونه ومومي.

د چين – قزاقستان همکاريو د کمربند او نوښت وړانديز تر چوکاټ لاندې د پام وړ پايلې درلودلې دي. دغه دواړه هېوادونه دا مهال تر سرحدونو اوښتې درېيمه رېل پټلۍ رغوي چې د قزاقستان اياګوز د چين په شمال ختيځ کې شينجيانګ د ايغور کورواکې سيمې له تاچينګ سره نښلوي. په ورته مهال د څلورمې رېل پټلۍ د جوړولو پر شونتيا هم خبرې روانې دي. دغه مشارکتي پروژې د کمربند او لارې نوښت په چوکاټ کې د همکاريو لپاره د پراخ ليدلوري او باالقوه ځواک شتون څرګندوي.

د چين – قزاقستان د دايمي جامع ستراتيژک مشارکت کچه بې مخينې ده چې د متقابل باور او لوړې کچې متقابل درناوي په وسيله تعريفيږي. دا هغه څه دي چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ډيپلوماسۍ ته یې نسبت ورکول کيږي.

د رييس شي جين پينګ او ولسمشر توکایف تر رهبريو لاندې د چين او قزاقستان د ګډ برخليک دوه اړخيزې ټولنې د رامنځته کولو لپاره فعالې هڅې روانې دي. ولسمشر توکايف د تېر کال له مې مياشتې بیا د سږ کال تر مارچ مياشتې پورې درې ځلې چين ته سفر کړی، په داسې حال کې چې د شانګهای د همکاريو سازمان په سرمشريزه کې د ګډون لپاره د چين د دولت د رييس سفر قزاقستان ته د نوموړي پنځم سفر کيږي. د دواړو هېوادونو د مشرانو مکررو تعاملاتو د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا چاره د پام وړ چټکه کړې ده.

رييس شي جين پينګ د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې قزاقستان ته د سفر پر مهال په احتياط سره د راتلونکو ديرشو طلايي کلونو د تنظيمولو اعلان وکړ. دا ښيي چې يادو هېوادونو ديرش کاله په برياليتوب سره طی کړي او د لا ډيرې روښانه راتلونکې په لټه کې دي.

په وروستيو کلونو کې د چين – قزاقستان اقتصادي همکارۍ په مختلفو برخو لکه انرژۍ، ترانسپورټي خدمتونو، پانګونې او مالي مسايلو کې لا ډيرې ژورې شوې دي. دا په داسې حال کې دي چې د دواړو تر منځ کلتوري او ولسي تبادلې هم د پام وړ پراخې شوې دي. دا هر څه موږ پر دې باوري کوي چې د چين – قزاقستان د اړيکو راتلونکي ديرش طلايي کلونه به له متقابلو ګټو ډک وي، د دواړو لورو تر منځ ښه ګاونډيتوب، دوستي او متقابل درناوی به لا تقويه شي.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امریکا ولسمشر وايي چې له حوثي ډلې سره یې خبرې کړې دي

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In