د چین دولت رئیس شي جين پينګ د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې له امریکا څخه د لیدنې په وخت کې اعلان وکړ چې چین غواړي په راتلونکو ۵ کلونو کې ۵۰ زره امریکایي ځوانان چین ته د تجربو د تبادلې او مطالعې لپاره راوبولي.
د امریکا د آیوا ایالت د موسکتین ښار زده کوونکي د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د امریکایي تنکيو ځوانانو لومړۍ ډله شوه چې د نوموړي وړاندیز په رڼا کې یې چین ته سفر وکړ. دوی رئیس شي جین پینګ ته یو پیغام استولی او پکې يې چين ته له سفر څخه خپلې خوښۍ او لاسته راوړنې ورسره شریکې کړې دي او له رئیس شي جین پينګ څخه یې ځوابي پيغام ترلاسه کړی دی.
د ۲۰۲۶ کال په دوبي کې، له موسکتین او د امریکا له نورو سیمو څخه د زده کوونکو یوه بله ډله چین ته راغله او د تبادلې او مطالعې لپاره یې په چین کې نه هېرېدونکی وخت تیر کړ.

چین ته د موسکتین زده کوونکو د پلاوي مشرې ښوونکې اډریانا تووي وویل: رئیس شي جين پينګ په ۱۹۸۵ کال کې موسکتین ته سفر وکړ، زموږ اوسېدونکي د هغه کوربه توب ته خوشحاله وو او له هغه سره یې ژوره دوستي ټينګه کړې ده. تر نن ورځې پورې، د موسکتین خلک لاهم ډېر منندوی دي چې رئیس شي موږ نه یوو هېر کړي.
د امریکا د موسکتین زده کوونکې سینا سټونکین وویل: چین ته زما سفر ډېر ښه و. که څه هم چین زما ټاټوبی نه دی، ما چې هلته ښه راغلاست ولید، نو احساس مې وکړ چې دا زما دویم کور دی.
رئیس شي جین پینګ د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې امریکايي زده کوونکو ته ځوابي لیک واستاوه او پکې يې ولیکل: ” یو چیني متل دی چې وايي، یو ځل لیدل تر سل ځله ليدو غوره دي. کله چې ما په ۱۹۸۵ کال کې د لومړي ځل لپاره امریکا ته سفر وکړ، د امریکا د خلکو دوستۍ په ما باندې نه هېرېدونکی تاثیر پرېښود. باور لرم چې تاسو به هم چين ته د سفر له لارې د چین او چینایانو په اړه لا ډېر مستقیم او لاژور پوهاوی ترلاسه کړئ.”
د امریکا د موسکتین زده کوونکي جیواني اوکامپو وویل: زموږ ښوونځي ته ډېر ځله چین ته د سفر بلنه راکړل شوې او زه پوهېږم چې دا ټول د رئیس شي جین پینګ له وړاندیز سره تړاو لري. کله چي زه په لومړی ځل چین ته لاړم، چین مې ډېر خوښ شو، نو دا ځل بیا راغلم ترڅو وګورم چې دا سفر به زما ژوند ته څه ډول ښکلې تجربه راوړي.
چین ته د موسکتین زده کوونکو د پلاوي مشرې ښوونکې اډریانا تووي وویل: فکر کوم چې د دې فعالیت له مهمو لاسته راوړنو څخه یوه دا وه چې زده کوونکو ته یې دا فرصت ورکړ چې واقعي چین او چینایان له نږدې وګوري. دا چې موږ خپله ځانګړې کیسه او خپلې ګډې خاطرې ولرو، همدا هغه تر ټولو ارزښتمنه شتمني ده چې زدهکوونکي یې ترلاسه کولی شي.
د چین د جه جیانګ ولایت د هانګ جو ښار د وانشیانګ مسلکي او تخنیکي کالج ښوونکې هو اینګ وویل: د کالج په انګړ کې مو يوه کوچنۍ باغچه ده، او ټولې ونې پکې د رابلل شوو امریکایي ښوونکو او زده کوونکو او زموږ د چیني زده کوونکو لخوا د تجربو د تبادلې په جریان کې کرل شوې دي. د دې ونو تر شا معنی دا ده چې موږ هیله لرو چې د چین او امریکا د ځوانانو ترمنځ دوستي به د دې ونو په څېر غوړېدونکې او تل زرغونه وي.































