د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي د نومبر په ۳مې نېټې پر ټولنیزو رسنیو ویلي، چې د ایران د حقونو او غوښتنو په اړه د امریکا ځواب د قناعت وړ نه دی او دغه هېواد باید د هرمز تنګي له پرانیستلو مخکې د ایران ۷ شرطونو ته بشپړ او څرګند ځواب ووایي او هم يې په عمل کې پلی کړي.
رضايي په تېر اکتوبر کې ویلي وو، چې امریکا په تېرو ۲ میاشتو کې د پاکستان، قطر او عراق له لارې له ایران څخه د وړاندیزونو غوښتنه کړې وه.
نوموړي ويلي، ایران امریکا ته ۷ شرطونه وړاندې کړي او په څرګندو ټکو يې ورته ويلي، چې هرمز تنګی به تر هغې نه پرانيستل کېږي او نه به هم پر دې کومې خبرې کېږي، څو شرطونه يې ونه منل شي.
ایران تراوسه د دغو ۷ شرطونو مشخص جزئیات نه دي په ډاګه کړي.































