د روسیې فدرالي امنیتي اداره وايي، امریکا ورته په مسکو کې د احتمالي ترهګریز برید د چمتووالي په اړه معلومات ورکړي او د مخنیوي لپاره یې اړین امنیتي تدابیر نیولي دي. په مسکو کې د امریکا سفارت هم په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی، چې ښايي د شنبې په ورځ د مسکو په «تساریتسینو» موزیم او پارک کې خونړی برید وشي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکايي چارواکي د دغه احتمالي برید په اړه له روسي چارواکو سره همغږي کوي. د رویټرز د راپور له مخې، یاد موزیم په موقت ډول تړل شوی او پارک ته د خلکو پر تګ راتګ هم محدودیتونه لګېدلي دي.































