د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د ا.ا له بودجې د دوه میلیارده او ۸۷۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا شپږ پروژې منظورې شوې دي. په دغو پروژو کې د ننګرهار د حصارشاهي سبسټېشن د ۲۲۰ کیلوولټ لین پراختیا، د جوزجان د یتیمتاق ګازو فابریکې لپاره د برېښنا سبسټېشن جوړول او له اندخوی څخه تر میمنې پورې د ۱۳۹.۲ کیلومتره برېښنا لین غځول شامل دي. همدارنګه، په فاریاب کې د میمنې او اندخوی سبسټېشنونو جوړول او پراختیا، د مخابراتي سیسټمونو لپاره د تجهیزاتو پېرودل او د ارغندي ـ غزني له انتقالي لین څخه د میدان وردګو تر پلان شوي سبسټېشن پورې د ۹.۳ کیلومتره لین غځول هم د دغو پروژو برخه دي. د اقتصادي معاونیت په وینا، د یادو پروژو لګښت به د افغانستان برېښنا شرکت ورکوي او د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې یې منظوري شوې ده.































