د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یو اېن هبیتات) اټکل کوي، چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به له هرو دوو افغانانو یو یې په ښارونو کې ژوند کوي. دغه بنسټ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د ښاري نفوس زیاتوالی به په افغانستان کې د فرصتونو ترڅنګ ګڼې ننګونې هم رامنځته کړي. د ملګرو ملتونو په وینا، د دغو ننګونو د حل او له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا ده. یاد بنسټ ټینګار کړی، چې باید د ټولو لپاره د خوندي ښارونو جوړولو ته هڅې وشي. یو اېن هبیتات د ښارونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د ښاري کېدو د راتلونکي د جوړولو لپاره د ګډې همکارۍ پر ارزښت ټینګار کړی دی.































