د سره صلیب نړیواله کمېټه (ICRC) وایي، په افغانستان کې د بیاځواکمنتیا له پنځو مرکزونو ملاتړ کوي چې معلولیت لرونکو کسانو ته روغتیايي او بیاځواکمنتیايي خدمات وړاندې کوي. دغه بنسټ ویلي، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر جون پورې له دغو مرکزونو د خدمتونو او مرستو څه باندې ۱۰۵ زره معلولیت لرونکي کسان برخمن شوي دي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د بیاځواکمنتیا له مرکزونو ملاتړ کړی او دغو مرکزونو کې د جګړو، پېښو او ناروغیو له امله معلولیت لرونکو کسانو ته د بیاځواکمنتیا، فیزیوتراپۍ او نورو مرستندویه توکو خدمات وړاندې کېږي.































