د چين دولت رئيس شي جین پينګ پر ځایي وخت د سپتمبر د ۲۳ مې نېټې په ماسپښين په ځانګړې الوتکه کې واشینګټن ته ورسېد او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه يې دغه هېواد ته رسمي سفر پیل کړ.
شي جين پينګ د واشينګټن اندروس هوايي پوځي اډې ته له رسېدو وروسته يوه کتبي وينا وکړه، هغه وويل، چین او امريکا دواړه ستر هېوادونه دي او د چین او امریکا دواړه ملتونه ستر ملتونه دي. د دواړو هېوادونو خلکو اوږدمهالې دوستانه اړيکې ساتلې او د دواړو خواوو ګټې په ژوره توګه یو له بل سره تړلې دي ، دواړه هېوادونه دې همکاران واوسي، نه سیالان. د چیني ملت د سترې بیا احیا د تحقق او د امریکا د بیا ستر کېدو ترمنځ هېڅ ټکر نشته، دواړه کولای شي په موازي ډول، له یو بل سره په همغږۍ او متقابلې بریا سره مخته ولاړ شي او د نړۍ لپاره ګټه او هوساینه رامنځته کړي.
شي جين پينګ وويل، سږکال د چین او امريکا دواړو لپاره مهم دی. د روان کال په مۍ کې چين ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر پر مهال مو د دواړو هېوادونو ترمنځ د رغنده ستراتېژیکو ثابتو اړيکو په ټینګېدو موافقه کړې، چې د خپلمنځي اړيکو د راتلونکې ودې لپاره مو ستراتېژيکه لارښوونه کړې ده. دواړه خواوې دې پر یوه لوري روان وي او داسې ثابتې اړيکې دې وپالي، چې همکارۍ ته لومړيتوب ورکړي، سيالۍ يې متعادلې، اختلافات يې د کنټرول وړ او سولې ته هیله بښونکې آینده مشخصه وي، څو په نوې زمانه کې د دواړو لویو هېوادونو ترمنځ د اړيکو سمه لاره ومومي او زه پر دې باور لرم.
شي جين پينګ وویل، نړۍ د توسعې او زمانه د بدلون په حال کې ده، د چين او امريکا ترمنځ د ګډ سوله يیز ژوند تاريخي منطق له بدلون پرته باقي پاتې دی، د دواړو هېوادونو د خلکو د دوستانه اړيکو هیله او له چين او امریکا څخه د نړيوالې ټولنې هيله همداسې باقي پاتې ده. زه هيله لرم، چې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او نړيوال وضعيت په برخو کې د مهمو موضوعاتو په اړه د نظريو ژوره تبادله وکړم، د چين او امريکا ترمنځ رغنده ستراتېژيکې ثابتې اړيکې پرله پسې معنی دارې کړم او په بېلابېلو برخو کې د خپلمنځي تبادلو او همکاريو فضا پراخه کړم. زه همدارنګه هيله من يم، چې د امريکا د بېلابېلو برخو له شخصيتونو سره پراخ تماس ولرم او ژوره دوستي ورسره وپالم. باور لرم، چې د دواړو خواوو د ګډو هڅو په نتيجه کې به دغه سفر له لاسته راوړنو ډک وي، د دواړو هېوادونو د خلکو رفاه به زیاته کړي او نړيوالې سولې ته به هيلې وربښي.































