دوشنبه, سپتمبر 14, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: کورنۍ پانګونه د افغانستان د اقتصادي ځان‌بساینې لپاره اړینه ده

    د یوناما لوړپوړي پلاوي هلمند ته سفر کړی

    پنجشېر کې د ښوونیزو مرکزونو د ترمیم او بیارغونې چارې پيل شوې

    هرات کې د ۵.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت پروژې پلې شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: کورنۍ پانګونه د افغانستان د اقتصادي ځان‌بساینې لپاره اړینه ده

    د یوناما لوړپوړي پلاوي هلمند ته سفر کړی

    پنجشېر کې د ښوونیزو مرکزونو د ترمیم او بیارغونې چارې پيل شوې

    هرات کې د ۵.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت پروژې پلې شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

عام افغانان: امریکايي ځواکونو ناورین جوړ کړی، ژر وتل یې د هېواد په ګټه دي

مې 23, 2021
in افغانستان
0 0

له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو سره هممهاله په دې اړه په نړیوالو او سیمه ییزو رسنیو کې ډول ډول تحلیلونه خپرېږي. ډېری رسنۍ په دې باور دي چې له افغانستان د ځواکونو ایستل به دلته د یوې بلې کورنۍ جګړې د پيل سبب شي، خو ډېری شنونکي او د چارو پوهانو بیا دا نظر لري چې که د سولې پروسه بریا ته ورسول شي نو د بهرنیانو وتل به د دایمي ثبات او سولې سبب شي. ځينې سیاسي څېرې بیا د بهرنیو ځواکونو وتل په افغانستان کې د ګاونډیو مداخلې ته د زمینه برابرېدو په مانا بولي. عام افغانان بیا له افغانستان د سرتېرو وتل د هېواد په خیر بولي.

مشهوره امریکايي ورځپاڼه نیویارک ټایمز وايي چې بایډن له افغانستان د سرتېرو دایستلو په برخه کې په حقه دی. دغه ورځپاڼې په یوه اوږده تحلیل کې ویلي چې بایډن د ټرمپ له ډېری پرېکړو سره مخالفت وکړ او دا نظر هم و چې ښایي د سرتېرو د ایستلو له پرېکړې سره یې هم مخالفت وکړي خو هغه په امریکا کې د ننه په دې موضوع د سیاسي اجماع موجودیت ته په کتو مخالفت و نه کړ. سرچینه کاږي سره له دې چې امریکايي سناتورانو د سرتېرو د ایستلو په مسئله کې د احتیاط سپارښتنه کوله خو بایډن پر خپل دريځ ولاړ و او د سرتېرو د ایستلو پرېکړه یې وکړه.

ورځپاڼه په مطلب کې وړاندې زیاتوي چې په امریکا کې د سرتېرو پر ایستلو شته سیاسي اجماع ته په پام داسې ښکاري چې بایډن په خپله پرېکړه کې په حق دی او هغه به بریالی شي چې په ټاکلې موده خپل سرتېري له افغانستان وباسي. د سرچینې په خبره ((د سرتېرو د ایستلو په تړاو په امریکا کې په لوړه کچه اجماع موجوده وه. همدې اجماع ته په کتو بایډن په حقه دی چې د سرتېرو ایستلو ته یې ادامه ورکړه)).

له دې سره جوخت په افغانستان کې د ننه سیاسي څېرې او عام افغانان په دې باور دي چې د امریکایي ځواکونو حضور دلته د جګړو او دربدریو سبب و او څومره ژر چې دغه سرتېري له افغانستان وځي دومره د افغانانو په ګټه دي. دوی په رسنیو کې د څرګندونو پر مهال خوښي ښيي چې بهرني ځواکونه له هېواد وځي او دلته د سولې لپاره هڅې پایلې ته رسول کېږي.

بلخوا ځينې د نړیوالو مسایلو څارونکي او سیاسي څېرې په دې باور دي چې د بهرنیو ځواکونو وتل به په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د مداخلې لپاره زمینه برابره کړي. په کابل کې د کاناډا پخواني سفیر به خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې پاکستان په افغانستان کې نیابتي جګړه مخ ته وړي او دغه هېواد ته په کار ده چې دغه سلسلې ته د پای ټکی کېږدي او یا دې هم نړیوال په دې اړه اقدام وکړي.

تازه په پښتونخوا وتلي سیاستوال محمود خان اڅکزي هم پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې ګاونډیان دې د افغانستان په چارو کې له مداخلې را وګرځوي. نوموړي د جګړې له ښکېلو اړخونو ځانګړې توګه له وسله والو طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی بند کړي. اڅکزي ویلي، چې نړۍ نن د پوهې هغې کچې ته رسېدلې ده چې د ښکلا لپاره ان وحشي ژوي لا نه وژني خو په وینا یې افغانان هره ورځ وژل کېږي خو څوک یې په کیسه کې هم نه دي. هغه په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي لامل د ګاونډیو هېوادونو لاس وهنه بللې او زیاته کړې یې ده چې که چېرته ګاونډي هېوادونه د افغانستان ناامنۍ ته لمن ووهي نو دغه اور به د دوی لمنو ته هم ورسېږي.

تر دې وړاندې د پاکستان د ملي اسامبلې غړي محسن داوړ هم په دې اړه څرګندونې کړې وې او د پاکستان حکومت یې ملامت بللی و چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او په پاکستان کې یې د شته مرکزونو به تړلو کې ناکام دی.

Tags: featured
Share5Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

مجاهد: کورنۍ پانګونه د افغانستان د اقتصادي ځان‌بساینې لپاره اړینه ده

سپتمبر 14, 2026

د یوناما لوړپوړي پلاوي هلمند ته سفر کړی

سپتمبر 14, 2026

پنجشېر کې د ښوونیزو مرکزونو د ترمیم او بیارغونې چارې پيل شوې

سپتمبر 14, 2026

هرات کې د ۵.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت پروژې پلې شوې دي

سپتمبر 14, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In