دوشنبه, سپتمبر 14, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران؛ ترافیکي پېښه کې ۷ کسان مړه شوي، څلور افغانان دي

    یونیسف؛ له سلګونه نجونو او افغان ځوانانو سره د تخنیکي مهارتونو په برخه کې مرسته شوې

    د لوړو زده‌کړو وزیر؛ محصلان دې په بېلابېلو برخو کې تخصص ترلاسه کړي

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران؛ ترافیکي پېښه کې ۷ کسان مړه شوي، څلور افغانان دي

    یونیسف؛ له سلګونه نجونو او افغان ځوانانو سره د تخنیکي مهارتونو په برخه کې مرسته شوې

    د لوړو زده‌کړو وزیر؛ محصلان دې په بېلابېلو برخو کې تخصص ترلاسه کړي

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

له تېرو دریو ورځو راهیسې اووه ولسوالۍ سقوط شوې دي

جون 7, 2021
in افغانستان
0 0

له تېرو دریو ورځو راهیسې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سختو جګړو او نښتو له کبله اووه ولسوالۍ سقوط شوي او د جګړې دواړو خواوو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې، د هرات فارسي، د زابل شینکۍ، د غزني ده یک، د نورستان منډول او دواب، د ارزګان ګېزاب او د فاریاب قیصار هغه ولسوالۍ دي، چې په تېرو دریو ورځو کې تر سختو جګړو او نښتو وروسته د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

په ورته مهال ملي دفاع وزارت بیا وايي چې امنیتي ځواکونو له دغو ولسوالیو تاکتیکي شاتګ کړی او د تازه امنیتي پلان له مخې ډېر ژر به له لاسه وتلې سیمې بېرته د دوی تر کنټرول لاندې راشي. د دغه وزارت ویاندې روح الله احمدزی وايي: «په جګړه‌ييز وضعیت کې تکتیک ته په کتو، مخکې تګ او شاته تګ شته، په سیمې زموږ ځواکونه لا هم شته، خو د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو او د وضعیت د ښه والي لپاره په یوه نظامي پلان کار کېږي، چې ډېر ژر به ورسره وضعیت عادي حالت ته راوګرځي».

د جګړو له شدت سره جوخت د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او دلته یې له لوړپوړو افغان چارواکو سره پر سولې او دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي. نوموړی هڅه کوي چې د افغان سولې په ټپه درېدلی حالت بدل کړي او د سولې په خبرو کې چټکتیا رامنځته شي. خلیلزاد دغه راز له دواړو لورو غوښتي چې جګړې کمې او پر سولې تمرکز وکړي. هغه زیاته کړې: « هغه وخت را رسېدلی چې دواړه لوري تاوتریخوالی را کم او د سولې جدي او پایله ورکوونکې خبرې پیل کړي».

بلخوا د سولې وزارت چارواکي وايي چې په دوحه د سولې د دواړو مذاکراتي ټيمونو ترمنځ د همغږۍ ناستې پیل شوي او ډېر ژر به د سولې رسمي خبرې هم ورسره پیل شي. د یاد وزارت ویانده ناجیه انوري زیاتوي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې مذاکراتي پلاوي ځینې غړي دوحې ته رسېدلي او پاتې نور به هم ژر ورسېږي، چې د دوی له رسېدو سره سم به د سولې خبرې هم بېرته پیل شي.

په ورته مهال د سیاسي چارو کارپوهان بیا یوې پایلې ته د سولې خبرو د رسېدو لپاره بهرنی فشار اړین بولي او ټينګار کوي، که پر دواړو لورو بهرني فشارونه ډېر نه شي، د سولې خبرې به له خنډ او ځنډ سره مخ وي او په دې سره به جګړې نورې هم ډېرې شي. د سیاسي چارو کارپوه هدایت الله پکتین زیاتوي، چې د افغان سولې د مذاکراتي ټيمونو ترمنځ د خبرو پرله پسې خنډ او ځنډ له کبله د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی اړ کړ، ترڅو افغانستان ته سفر وکړي او د سولې خبرو روان بن‌بست له منځه یوسي.

په هېواد کې جګړې داسې مهال شدت پیدا کوي چې ټاکل شوې د روان کال تر سپټمبر میاشتې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، خو د سولې خبرې لا هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او یوې پایلې ته نه دي رسېدلي.

Tags: featured
Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ګوټرېش؛ نړۍ سولې ته اړتیا لري، حکومتونه دې نړیوال قوانین مراعات کړي

سپتمبر 14, 2026

پر سعودي عربستان؛ د حوثیانو له بریدونو وروسته په نړیوال بازار کې د تیلو بیه لوړه شوې

سپتمبر 14, 2026

ایران؛ ترافیکي پېښه کې ۷ کسان مړه شوي، څلور افغانان دي

سپتمبر 14, 2026

یونیسف؛ له سلګونه نجونو او افغان ځوانانو سره د تخنیکي مهارتونو په برخه کې مرسته شوې

سپتمبر 14, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In