د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د نویو پوځي عملیاتو احتمال مطرح کړی، په داسې حال کې چې د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز علي عبداللهي خبرداری ورکړی، چې خلیج ته به د امریکايي جنګي بېړیو د ننوتلو مخه ونیسي. ټرمپ د جمعې په ورځ د فلوریډا په یوه انتخاباتي غونډه کې وویل، ښايي د ایران پر وړاندې نور پوځي عملیات هم ترسره کړي؛ خو د احتمالي برید د وخت او هدفونو په اړه یې جزئیات ورنه کړل. ورته وخت کې، د امریکا د ملي استخباراتو مشر خبرداری ورکړی، چې ایران په منځني ختیځ او نورو سیمو کې د امریکايي وګړو او دولتي کارکوونکو د په نښه کولو هڅې زیاتې کړې دي.































