دوشنبه, سپتمبر 14, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: کورنۍ پانګونه د افغانستان د اقتصادي ځان‌بساینې لپاره اړینه ده

    د یوناما لوړپوړي پلاوي هلمند ته سفر کړی

    پنجشېر کې د ښوونیزو مرکزونو د ترمیم او بیارغونې چارې پيل شوې

    هرات کې د ۵.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت پروژې پلې شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: کورنۍ پانګونه د افغانستان د اقتصادي ځان‌بساینې لپاره اړینه ده

    د یوناما لوړپوړي پلاوي هلمند ته سفر کړی

    پنجشېر کې د ښوونیزو مرکزونو د ترمیم او بیارغونې چارې پيل شوې

    هرات کې د ۵.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت پروژې پلې شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

نړیوالې ادارې: ټول اړخونه دې د افغان خبریالانو حقونو ته درناوی وکړي

مې 4, 2021
in افغانستان
0 0

پرون د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ وه. دغه ورځ داسې مهال په افغانستان کې نمانځل کېږي، چې خبریالان او د مطبوعاتو کارکوونکي له جدي ګواښونو سره مخ دي. نړیوالې ادارې او په کابل کې د ځینو هېوادونو سفارتونو هم د افغان خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو د موجودیت خبره کوي، خو تر څنګ یې وایي چې دوی په افغانستان کې د بیان ازادۍ ملاتړي دي. افغان حکومت هم مني چې د خبریالانو لپاره خنډونه ډېر دي، خو د دې تر څنګ د بیان ازادي خپله لویه لاس ته راوړنه بولي او د خبریالانو د خوندیتوب ژمنه کوي.

تېره ورځ د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ وه. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش په همدې مناسبت په خپاره کړي پیغام کې د نړۍ د ټولو هېوادونو له حکومتونو وغوښتل چې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي او د خبریالانو په مخ کې شته خنډونه له منځه یوسي. د ده په خبره، نړیوال معلوماتو ته د لاسرسي حق لري او مطبوعات هغه برخه ده چې نړیوالو ته بې پرې او کره معلومات رسولی شي. هغه همدا راز ټینګار کړی چې ملګري ملتونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بیان له ازادۍ او د خبریالانو له حقوقو دفاع کوي.

د دې تر څنګ په افغانستان کې بیا دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې خبریالان او رسنۍ له بې مخینې ګواښ سره مخ دي. تېر کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی کال و، چې ګڼ خبریالان په خونړیو هدفي بریدونو کې ووژل شول او د رسنیو کار له ګڼو خنډونو سره مخ و. په افغانستان کې د ځینو هېوادونو سفارتونو او نړیوالو ادارو د افغان خبریالانو اوسنی وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی او وایي چې د دوی د کارونو پر وړاندې ګڼ خنډونه پراته دي. دوی پر افغان حکومت غږ کړی، چې باید د خبریالانو د امنیت د تامین لپاره هر اړخیز او جدي ګامونه پورته کړي. په دې ډله کې امریکا، اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، المان، ایټالیا، هالنډ، ناروې، سویډن، اروپایي ټولنه او یوناما شامل دي. دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ او مطبوعاتو ملاتړي دي او په دې برخه کې هر اړخیزو همکاریو ته ادامه ورکوي.

یادو هېوادونو او نړیوالو ادارو د ملاتړ د څرګندولو تر څنګ پر افغان حکومت هم غږ کړی، چې د خبریالانو امنیت خوندي کړي او هغه کسان دې محاکمه کړي چې خبریالانو ته ګواښونه جوړوي او یا پر دوی د هدفي بریدونو هڅه کوي.

بلخوا افغان حکومت بیا وايي چې د بیان ازادي یې ستره لاسته راوړنه ده او د دې لاسته راوړنې د ساتلو لپاره به هڅه کوي. د ولسمشر دویم مرستیال په همدې مناسبت په کابل کې جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه پراته دي، خو افغان حکومت وخت پر وخت د دغو خنډونو او ګواښونو د لرې کولو لپاره هڅه کړې ده. هغه ویلي، افغان حکومت د خبریالانو د وژل کېدو قضیې څېړلي او د ډېرو دغه ډول ترهګریزو پېښو عاملین هم نیول شوي دي. د ده په خبره: «د بېلګې په ډول د تاوتریخوالي وروستیو قضیو عاملین نیول شوي، د الیاس داعي، د رحمت‌الله نېکزاد، بسم‌الله عادل ایماق، ملالې میوند، یوسف رشید، د عبدالمنان ارغند او د کابل په شش درک سیمه کې د نهو خبریالانو د وژنو عاملین او د کابل په لوېدیځ کې د صمیم فرامرز، رامین احمدي، د بي‌بي‌سي خبریال احمدشاه قاتلین نیول شوي دي او دوسیې یا څارنوالۍ کې تر څېړنې لاندې دي او یا هم محکمې فیصله کړې ده».

په کابل کې د یوناما مشرې ډیبورا لاینز هم د مطبوعاتو د ازادۍ په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغان خبریالان په بېلو برخو کې له ستونزو او خنډونو سره مخ دي او ټولې خواوې باید د خبریالانو حقوقو ته درناوی وکړي.

افغان خبریالان بیا وایي چې دوی له سترو ننګونو او ستونزو سره مخ دي. د بیان ازادۍ کور مشر دانش کړوخېل ویلي چې چې د امنیتي ستونزو تر څنګ ګڼې نورې ستونزې هم لري چې د کارونو د ځنډني کېدو او خنډ لامل دي. د ده په خبره: «هدفي وژنې، د ژورنالېستانو امنیت، اطلاعاتو ته نه‌لاسرسی د ژرنالېستانو مهمې ستونزې دي چې موږ یې اندېښمن کړي یو، زموږ هیله دا ده چې د جګړې ښکېلې خواوې باید د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي».

په کابل کې د مطبوعاتو د ازادۍ ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې وروستي امنیتي وضعیت نه یوازې د عامو افغانانو ژوند ته ګواښونه جوړ کړي، بلکې د خبریالانو او رسنیو لپاره یې هم اندېښنې او ننګونې رامنځ ته کړې دي.

Tags: featured
Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

مجاهد: کورنۍ پانګونه د افغانستان د اقتصادي ځان‌بساینې لپاره اړینه ده

سپتمبر 14, 2026

د یوناما لوړپوړي پلاوي هلمند ته سفر کړی

سپتمبر 14, 2026

پنجشېر کې د ښوونیزو مرکزونو د ترمیم او بیارغونې چارې پيل شوې

سپتمبر 14, 2026

هرات کې د ۵.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت پروژې پلې شوې دي

سپتمبر 14, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In