د هرات د خصوصي سکټور مسوولین وايي، د روان کال په تلې میاشت کې د کورنیو تولیداتو صادرات د تېرې میاشتې په پرتله ۹۷ سلنه زیات شوي دي. د دغه ولایت د خصوصي سکټور د بېلابېلو برخو مسوولینو په یوه خبري غونډه کې د صادراتو زیاتوالی د کورنیو تولیداتو د کیفیت له ښهوالي سره تړلی وباله. د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین وايي، په صادراتي توکو کې کاني ډبرې، د نفتو او ګازو ټانکرونه، کیک، بسکټ او په صنعتي ښارګوټي کې تولیدېدونکي نور توکي شامل دي. بلخوا، د هرات د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، د تلې میاشتې په ترڅ کې د کرنیزو او حیواني محصولاتو صادرات هم ۳۰ سلنه زیات شوي دي.































