د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال حمید قنبري ویلي، په دغه هېواد کې د جګړې شرایطو افغانستان، پاکستان او عراق ته د ایراني صادراتو پر وړاندې ستونزې رامنځته کړې دي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي ویلي چې د ټرانسپورټي او لوژستیکي ستونزو د حل لپاره لارې چارې په پام کې نیول شوې دي. قنبري دغه څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په مرکزي دفتر کې د اقتصادي اړیکو د همغږۍ په یوه غونډه کې کړې دي. د راپور له مخې، د صادراتو پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو وړاندیزونه به د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لارې په کابل، اسلاماباد او بغداد کې له سفارتونو او کونسلګریو سره شریک شي.































