د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) په تازه درجهبندۍ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د انګلستان لوبډلې څخه مخکې شوې او اووم مقام یې خپل کړی دی. د افغانستان او انګلستان لوبډلو ترمنځ یوازې یو پاینټ توپیر دی، په داسې حال کې چې سریلانکا د افغانستان په پرتله د یوه پاینټ په توپیر شپږم مقام لري. افغان ملي لوبډلې وروسته له هغې په نړیواله درجهبندۍ کې خپل مقام پیاوړی کړی چې په متحده عربي اماراتو کې یې د درې اړخیزې لوبلړۍ هېڅ لوبه نه ده بایللې.































