یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

ولې د ژورو اصلاحاتو راوستل د اهميت وړ دي؟

جولای 17, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين په ملي موزيم کې د ۱۰۹ رسمي مهرونو يوه ځانګړې ټولګه موجوده ده. دا مهرونه چې د تيانجين ښاروالۍ د بېنهای د نوې سيمې اړوند دي. په ۲۰۱۴ کال کې د ځايي حکومت له لوري د پلټنې د يوې ادارې تر رامنځته کېدو او اداري ازمويښتونو وروسته د پلټنو او تاييدۍ سلګونه واحدونه سره مدغم او پخواني مهرونه یې پر واحد رسمي مهر بدل شول.

په ۲۰۱۴ کال کې، سره له دې چې د سوسياليستي اقتصاد د بازار طرحه دوې لسيزې پخوا وړاندې شوې وه، سوداګري لا هم له ننګونو سره مخ چاره وه. د تيانجين ښاروالۍ د ولسي کانګريس يوه قانون جوړوونکي څرګنده کړه چې د پانګونې يوه پروژه، د ځمکې له ترلاسه کولو بیا د ټولو اداري پروسيجرونو تر بشپړېدو پورې تر ۳۰ ډيرو دولتي منظوريو او تر ۱۰۰ ډيرو مهرونو ته اړتيا لري. د هغه په خبره دا ټوله پروسه لږ تر لږه ۲۷۲ کاري ورځې وخت نيسي.

د چين په ملي موزيم کې نندارې ته اېښودل شوي مهرونه ژورو اداري اصلاحاتو ته د چين د عزم څرګندونه کوي. د تېرو څو کلونو په ترڅ کې د کاروبار د اسانچارۍ په موخه د چين دولتي شورا د څه باندې سلو مواردو د اداري منظورۍ واک له منځه وړی او یا یې د ټيټې کچې مسوولينو ته لېږدولی او د پانګونې پر مواردو یې د مرکزي حکومت د منظورۍ واک ۹۰ سلنه راکم کړی دی.

چين په ۱۹۷۸ کال کې اصلاحات او ور خلاصون پيل کړي دي. په تېرو ۴۶ کلونو کې چين له يوه بېوزلي او وروسته پاتې هېواد څخه د نړۍ پر دويم لوی اقتصادي ځواک بدل شوی دی.

د چين د ولسي جمهوريت رييس شي جين پينګ په ۲۰۲۳ کال کې په يوه سمپوزيم کې وويل چې اصلاحات او ورخلاصون له وخت سره د چين د ځان عيارولو ستر دليل دی. هغه زياته کړه چې د چين د عصريتوب د پرمخ بېولو لپاره بايد هراړخيز ژور اصلاحات رامنځته شي، ټولنيز توليدي ځواکونه په دوامداره توګه ازاد او ټولنيزه تازګي رامنځته شي.

د چين د کمونيست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمه عمومي غونډه د دوشنبې په ورځ په بېجينګ کې پيل شوه. په دې غونډه کې د هر اړخيزو اصلاحاتو د ژورولو او د چين د عصريتوب پرمخ بېولو باندې تمرکز کيږي.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ يو څېړونکی وانګ چونګوانګ وايي چې چين اوس د اصلاحاتو په بهير کې د ژورو اوبو سيمې ته ننوتی دی چې د پخوا په پرتله له ډيرو بېړنيو او مغلقو مسايلو لکه د پخوانيو اصلاحاتو د اغېز له کمښت، د راتلونکو اصلاحاتو له ناڅرګند مسير او د نړيوالو اړيکو له بدلون سره مخ دی. د اصلاحاتو له لارې په ټولنه، اقتصاد، کلتور او سياست کې د شته ننګونو له هواري پرته به د چين عصريتوب د پام وړ محدود وي.

د وهان پوهنتون يوه مرستيال استاد فن ويچېنګ ويلي، په داسې حال کې چې د ساينس او ټکنالوژۍ انقلاب او د نړۍ په کچه په صنايعو کې ژور بدلون واقع کېدونکي او د ساينس او ټکنالوژۍ سيالۍ پراخې شوې دي، د ژورو اصلاحاتو راوستل د چين د ټکنالوژيکي نوښتونو لپاره حياتي ارزښت او د هېواد په راتلونکې کې پرېکنده رول لري. رييس شي وويل چې د چين د راتلونکې پراختيا پر وړاندې د پرتو يو لړ خنډونو او تضادونو د هوارې لپاره بايد ژور اصلاحات او ورخلاصون رامنځته شي. هغه د ژورو اصلاحاتو پر اهميت ټينګار وکړ. يو کال تر هغې وروسته چې نوموړی په ۲۰۱۲ کال کې د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي وټاکل شو مرکزي حکومت د هراړخيزو ژورو اصلاحاتو د راوستلو پرېکړه وکړه څو د چيني ځانګړتيا لرونکی سوسياليستي سيستم او د چين د حکومتولۍ سيستم او ظرفيت تقويه شي.

چين څه ډول ژور اصلاحات راولي؟

له هغه وخت راهيسې د چين رهبرۍ د هراړخيزو ژورو اصلاحاتو لپاره يوه تګلاره جوړه کړه او دغه راز یې تر ۳۰۰۰ ډير اصلاحي پلانونه جوړ کړل چې د ګوند او حکومت اداري اصلاحات، د کليوالي سيمو اصلاحات، د حکومت تر ملکيت لاندې د کاروبار اصلاحات، مالي اصلاحات، زرغون بدلون او د روغتيايي سيستم اصلاحات په لمن کې رانغاړي.

د دوی په منځ کې بيا پر اقتصادي اصلاحاتو ځانګړی تمرکز کيږي. رييس شي غواړي چې بازار بايد د سرچينو په تخصيص کې ټاکونکی رول ولوبوي. دا د پاليسو د بدلون پياوړې نښه ده ځکه چې په مخکني بيان کې د «ټاکونکی» کلمې کارونه يو «بنسټ» و.

د رييس شي د لارښوونې پر بنسټ چين د خصوصي اقتصاد د پراختيا يوه بيورو رامنځته کړه څو له خصوصي کاروبار سره مرسته وکړي، مالي ملاتړ ته د خصوصي کاروبار د لاسرسی د اسانتيا په موخه مالي اصلاحات رامنځته کړي، د عصري کاروباري سيسټمونو د لا ډيرې ودې لپاره د دولت ملکيت کاروبار اصلاح کړي او مارکيټ ته د لاسرسي لپاره د منفي نوملړ سيستم پلی کړي، څو هغه سيمو ته د داخليدو اجازه ترلاسه شي چې د نوملړ له مخې په څرګنده هلته ننوتل منعه شوي نه وي.

د اصلاحاتو پایلې د پام وړ دي. د (۲۰۲۰-۲۰۲۲) درې کلن عملياتي پلان له مخې د دولت تر ملکيت لاندې ۱۶۵ زره کاروبار پر محدودالمسووليت يا د محدودو ونډو پر کمپنيو بدل شوي او شاوخوا ۳۸ زرو نورو کاروبارونو ته مديره پلاوي ټاکل شوي دي. له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې په چين کې د خصوصي کاروبارونو شمېر له څلور چنده ډير شوی او د ټولو شرکتو پر وړاندې د خصوصي شرکتونو نسبت له څه کم ۸۰ سلنې څخه څه باندې ۹۲ سلنې ته رسېدلی دی.

د نړيوال بانک په يوه راپور کې چې په ۲۰۲۰ کال کې خپور شوی و راغلي وو چې په چين کې د دوامدارو او پياوړو اصلاحاتو له کبله سوداګريز چاپېريال د پام وړ ښه شوی او دغه هېواد د دوو کلونو لپاره په پرله پسې ډول د نړۍ د لسو غوره اصلاح کوونکو په کتار کې راغلی دی.

Share2Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امریکا ولسمشر وايي چې له حوثي ډلې سره یې خبرې کړې دي

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In