پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

ولې ځینې مخکښ پانګوال په امريکا کې د فابريکو جوړولو ته زړه نازړه دي؟

دسمبر 26, 2023
in نړیوال خبرونه
0 0

د تيسلا (Tesla) برقي موټرو د بيټرۍ برابروونکي د جاپان (Panasonic) شرکت په دې وروستيو ورځو کې اعلان کړی، چې له جدي فکر وروسته يې د امريکا په اوکلاهوما ايالت کې د برقي موټرو د بيټرۍ جوړولو فابريکې د جوړولو له پلان څخه لاس واخيست. دا يوازينۍ بېلګه نه ده.

د کوريا جمهوريت (LG) شرکت له (GE) شرکت سره د همکارۍ له لارې په امريکا کې د برقي موټرو د بيټرۍ جوړولو پلان د تر نامعلومې مودې ودراوه. د چين د تايوان سيمې د سيميکونډيوکټور د توليد شرکت (TSMC) اعلان کړی، چې د مجربو کارګرو د کمښت له امله په امريکا کې د خپل توليد موده د ۲۰۲۵کال تر اکتوبر مياشتې پورې وځنډول شوه. د جاپان د (HONDA) شرکت له (GE) شرکت سره د همکارۍ له لارې د ارزانو برقي موټرو د توليد له پلان څخه د ځان وتلو اعلان کړی، د (فورډ) شرکت د کوريا جمهوريت له (SK On)شرکت سره د امريکا په کينټاکي ايالت کې د برقي موټرو د بيټرۍ توليدي چارې هم درولې دي. سره له دې چې د امريکې حکومت د توليدي تصديو جوړولو لپاره يو لړ هڅوونکې تګلارې تدوین کړې، خو ولې یې بازار دومره ښه نه دی؟

شرکتونه په يو ځای کې د فابريکو جوړولو په چارو کې له پانګونې مخکې بايد د اصلي لګښتونو، ګټو، ځايي بازار، عمومي چاپېريال، د توليدولو چارو ځنځير او اړوندو ترتيباتو په هکله د جامع شرايطو فکر وکړي او له جدي څېړنې وروسته پرېکړه کولی شي.

د پانګونې اصلي لګښتونو ته په کتو: د جاپان د (Panasonic) شرکت د خبر په قول، اوس د امريکا په کانساس ايالت کې د فابريکو جوړولو اصلي لګښت له اټکل څخه زيات شوی، نو په اوکلاهوما ايالت کې د يوې بلې فابريکې جوړول ډېر مشکل دی. د جاپان د (HONDA) شرکت اجرائيه مشر توشيهيرو ميبي وويل، چې لوړ اصلي لګښت په امريکا کې د فابريکې له جوړولو څخه د لاس اخيستلو يو عمده لامل دی. د تصديو لپاره د لوړو اصلي لګښتونو تر شا په امريکا کې د برقي موټرو د توليدولو ځنځير مسئله ښکارندویي کوي. اړوندو کارپوهانو په اشارې سره ويلي، چې امريکا د برقي موټرو د بيټرۍ د اصلي موادو د استخراج او چمتو کېدو په برخه کې په وارداتو تکيه دی، دغه راز د انرژيو، د ملکیتونو استفادې او د کارګرو د ګومارلو لپاره اصلي لګښتونه زيات دي، نو د تصديو جوړېدو لپاره سترې پانګونې ته اړتيا لري. د تايوان (TSMC) شرکت په امريکا کې د مجربو کارګرو د کموالي لپاره د ماشينونو ځای پر ځای کولو په چارو کې حتې مشکلات لري. دا څرګند دی، چې په امريکا کې د توليدولو په چارو کې د کارګرو شمېر کموالي او د مرکزي شرايطو د نشتوالي ستونزې سختې بللې دي.

د پانګونې ګټو ته په کتو: شرکتونه غواړي له پانګونې وروسته ګټې تر لاسه کړي، نو يو ستر مصرفي بازار غواړي. خو د جاپان د (Panasonic) شرکت د روان کال په اکتوبر مياشت کې اعلان کړی، چې په شمالي امريکا کې د عصري برقي موټرو اړتياوې د کمېدو په حال کې دي او د برقي موټرو د بيټرۍ توليدولو څانګې د روان مالي کال اټکلي ګټې يې ۱۵سلنې ټيټې کړې. سربېره پر دې، په امريکا کې د برقي موټرو لپاره د بنسټيزو تاسيساتو مسئلې هم زياتې دي. د بازار د سروې څانګې( J.D.Power) د راپور له مخې، په امريکا کې برقي موټرو ته د برق برابرولو لپاره ګن شمېر تاسيسات خراب شوي. دغه راز د برقي لګښت لوړوالي او د برقي شبکې د ناثباتۍ له امله د روان کال په درېيمه ربع کې د برقي موټرو د پلورلو اندازه د امريکا د موټرو په بازار کې يوازې ۷اعشاريه ۹سلنه ونيوه.

شرکتونه په يو ځای کې له پانګونې وروسته هغه عمومي اقتصاد او ثابت سوداګريز چاپېريال غواړي، چې د دايمي پرمختګ لپاره ګټور دی. خو په امريکا کې د پورونو اندازه ډېره لوړه ده، انفلاسيون لا لوړ پاتې دی، د توليدولو صنعت کې د کارګرو پر له پسې اعتصابونه پېښ شوي، په دې شرايطو کې شرکتونه د امريکا د سوداګريز چاپېريال په هکله انديښنې لري، دغه راز په امريکا کې د پيسو تګلارو هميشني بدلونونه، ناڅاپي سياسي پېښې کله کله رامنځته شوي، نو شرکتونه نور هم شکمن کوي.

سربېره پر دې، امريکا اقتصادي چارې سياسي کوي او په اړوندو تګلارو کې محدودیت زياتوي، چې د شرکتونو باور او امکانات کموي. د بېلګې په توګه «د چيپ (Chip) او د ساينس قانون» کې په ګوته شوي، چې اړوند شرکتونه بايد په امريکا کې د فابريکو جوړولو په وخت کې په نورو متکي نه وي.

 «د انفلاسيون کمولو قانون» کې دا راغلي چې له ۲۰۲۴کال څخه دې په امريکا کې د توليدي برقي موټرو لپاره په چين کې جوړ شويو بيټریو څخه استفاده ونه شي. داسې مقررات د شرکتونو لپاره ډېر خنډونه جوړوي. اوسمهال د چين لخوا توليد شوي د برقي موټرو بيټرۍ اندازه د نړيوال بازار څه دپاسه نيمه برخه نيسي او د بيټرۍ د ځينو اصلي موادو د برابرولو په برخه کې ۹۰سلنه غوښتنه پوره کولی شي، نو په دې چارو کې له چين سره د سوداګريزو اړيکو پرې کول دومره اسانه نه دي. د امريکا د موټرو په زرګونو مصرفوونکو شرکتونو په وروستيو کې حکومت ته پيغام استولی، چې د برقي موټرو د پرمختګ دغه افراطي پلان څخه لاس واخلي.

د امريکا ملکي وګړي په دې ډېره انديښنه لري، چې دغه هېواد ته په جبري ډول د توليدي چارو مخه نیول به نه يوازې د مصرفوونکو اصلي لګښتونه زيات کړي، بلکې د لویې مصرفي اندازې له امله انفلاسيون هم وده کولی شي.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

سپتمبر 9, 2026

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

سپتمبر 9, 2026

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In