د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د خپلې اقتصادي کړنلارې د تشریح په برخه کې یې «ډېر کمزوری» عمل کړی دی. نوموړي دا څرګندونې چهارشنبه په سپینه ماڼۍ کې د هسپانوي میراث میاشتې په یوه مراسمو کې کړې دي. رویترز راپور ورکړی چې دا څرګندونې د نومبر د منځمهالو ټاکنو په درشل کې شوې دي؛ په داسې حال کې چې د لوړو سونتوکو بیو له امله د ټرمپ د اقتصادي فعالیتونو په اړه د خلکو رضایت کم شوی دی. ټرمپ ټاکل شوې د جمهوري غوښتونکو نوماندانو د ملاتړ لپاره د ۳۲ ورځني انتخاباتي کمپاین مشري وکړي. د نومبر درېیمې منځمهالې ټاکنې به د امریکا د کانګرس د راتلونکي کنټرول په اړه اغېز ولري.































